سرچینې: ولسمشر غني “بلکواټر“ ته د فعالیتونو اجازه ورکړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۳)

وروسته تر هغه چې په ځینو ولایتونو کې پر ولسي خلکو مرموزو هدفي عملیاتو زور وموند او د عملیاتي عسکرو پر پوځي موټرو د بلک واټر امنیتي کمپنۍ بیرغونه رسنیز شول؛ تازه یوې حکومتي سرچینې کابل ټکی کام ته منلې چې ولسمشر غني د بلک واټر خصوصي امنیتي کمپنۍ له مشر “اریک پرنس“ سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی چې له مخې به یې دغه امنیتي کمپنۍ په ټولو هغو نا امنو سیمو کې چې دولت پرې کنترول نه لري، عملیات ترسره کوي.

دا هوکړه لیک که څه هم رسنیو ته نه دی ښوودل شوی، خو سرچینې وایي چې د ملي یووالي حکومت به د بلکواټر له څو میاشتني ماموریت وروسته د دغې ډلې فعالیت ارزوي ، چې آیا دا معامله د تمدید په موخه رسنیزه شي او که همداسې په مخفي توګه لغوه اعلان شي.

بلک واټر افغان جګړه

سرچینې وایي؛ دا ډله په فراه، هلمند او آن پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې هم لیدل شوې چې ملتیا یې افغان ځانګړي ځواکونه کوي.
سرچینو د تړون د محتوا له مخې ویلي، افغان حکومت او ناټو ځواکونو له یادې امنیتي کمپنۍ سره منلي چې د جګړو لومړیو کرښو ته به استول کیږي خو تلفات به یې نه رسنیز کوي .
دغه راز ویل شوي، که د لږ شمیر طالبانو له کبله د ملکي افغانانو ژوند ته خطره وه، له کوم ځنډ پرته به پرې عملیات ترسره کیږي.
د اهدافو په هکله ویل شوي چې دا ډله به له ناټو او افغان ځواکونو سره په ګډه طالبان او د هغوی ملاتړي په نښه کوي او پر وړاندې به یې له هیڅ ډول ترحم نه کار نه اخیستل کیږي.
ارګ تر دې مهاله په دې تړاو رسماً څه نه دي ویلي، خو په تیر کې یې یادې امنیتي کمپنۍ ته د جګړو د مدیریت سپارل ظاهراً رد کړي وو.
د یادونې وړ ده چې چې څو ورځې وړاندې امریکایي رسنیو له افغانستان څخه د نیمایي امریکایی عسکرو د ایستلو خبر خپور کړ خو ارګ یې د توقع خلاف دا پریکړه په روان امنیتي وضعیت بې اغیزې وبلله او په وینا یې چې افغان ځواکونه کولی شي له خپل هیواد څخه په خپله دفاع وکړي.
شنونکي وایي، د ارګ له دې اعتماد سازي نه جوتیږي چې د امریکایانو د احتمالي وتلو په بدیلو لارو چارو یې وار له مخې غور کړی دی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button