غړولې سترګې او بند زړونه
س، سيرت
سترګې د انسان په بدن کې د الله تعالى لوى نعمت دى. د بدن هر غړى پر خپل خپل ځاى کار کوي. خو په همدې انساني بدن کې بيا زړه هم يو لوى نعمت دى، چې په روغتيايې ژبه زړه ته د بدن بادشا هم ويل کيږي.
بادشاه خپلو وزيرانو، د ادارو مشرانو او پوځ ته چې څه حکم کوي منل کيږي. همدا ډول، زړه هم چې څه وغواړي، د بدن غړي يې حکم مني.
خو سترګې او زړه په خپلو حاجتونو کې سره توپير لري. سترګې بې د خوب له مهاله تل غړېدلې وي، اما زړه کله بند او کله خلاص وي.
ما نا دا چې، له چا زړه ښه وي، له هغه سره ناسته، خبرې، سلوک، لهجه او ښه چلند ورسره کوي. خو چې له چا بد وي، هغه ته یې که غوږونه خلاص هم وي د زړه دروازه یې ورته بنده وي. په اصطلاح، له چا څخه چې زړه بد وي، هغه له یې زړه بند وي.
د سترګو نظر په لږ وخت کې له ښه او بد سره مخ کيږي، خو چې له چا څخه يو ځل زړه بد شي، له هغه بيا د ټول عمر لپاره بند وي. هر څه یې په زړه کې ځاييږي، خو د چا نه چې خوا بده وي، د هغه يوه خبره هم نه شي زغملاى.
د سترګو نظر يوازې په رڼا کې کار کوي، د شپې په تياره کې څۀ نه ګوري، خو زړه په رڼا او تياره دواړو کې کار کوي.
زړه چې څه وغواړي ،په سوچ او فکر سره له بريښنا يا بجلۍ تېز کار کوي. له چا څخه چې زړه بد شي، که ورته مخامخ ناست وي نه یې ګوري.. دې ته وایي بند زړه. او که له چا ښه وي، تل یې يادونه کوي، دې ته خلاص زړه ويل کيږي.
د سترګو او زړه يو بل توپير دا دى چې چا ته سترګې سپينې شي، هغه ته انکار وایي. او چا ته چې زړه سپين وي، پر هغه ځان قربانوي. څوک چې د سترګو تور وي، هغه ته د زړه په کور کې ځاى ورکوي؛ او له چا څخه چې زړه تور وي، په کور کې څه چې په کلي یې هم اوسيدل نه غواړي.
غړولى سترګې د ژوند هر ډول لارې خلاصوي، خو له چا څخه چې بندې وي، د هغه په مقابل یې د ژوند ټولې لارې بندى وي.
په بندو سترګو کې مينه او اخلاص بند وي، خو په بند زړه کې بند نه پاتې کيږي. سترګې چې خلاصې پاتې شي، خلک یې زنه ورتړي؛ او زړه چې بند شي، د انسان د ژوند قسمت بند شي.
په خلاصو ښکلو سترګو سره ډېر زړونه بندي شي
خو بد چې د چا زړه شي ورته ټول عمر بيا بند وي



