د کرکټ نړيوال جام کابل ته راوړل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۵)
د ۲۰۱۹م کال د کرکټ نړيوال “کپ” نن سهار کابل ته راوړل شو چې د کرکټ بورډ اجرائيوي مشر شفيق الله ستانکزي په وينا په کابل کې له نندارې وروسته به ځينو ولايتونو ته يوړل شي.
ستانکزی وايي، د نړيوال کپ لپاره په کابل کې ترتيباب نيول شوي زياتوي چې دغه جام به دارالامان او لسمشرۍ ماڼۍ ته هم وړل کېږي او دلته له نندارې وروسته باميانو، هرات او بيا به کندهار ولايتونو ته يوړل شي.
کرکټ بورډ وايي، د دغه کپ په راوړلو شاوخوا (۶۰زره) ډالره لګښت راغلی چې ټول د کرکټ بورډ د بوديجي له خوا ورکول کېږي.
دا دوهم ځل دی چې افغانستان ته د کرکټ نړيوال کپ راوړل کېږي تر دې مخکې په ۲۰۱۴م کال کې هم افغانستان د نړيوال کپ کوربه و.



