طالبان وایي، ځانګړي ځواکونه چې غلا یې کوله؛ وژلي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۵)
په داسې حال کې زیاتره وخت ولسي خلک ادعاوې کوي چې ګواکې په شپنیو چاپو کې ښکیل افغان عسکر لومړی د کور سامانونه ترې چور کوي او بیا تورن کسان نیسي، دا ځل طالبانو ویلي چې داسې امنیتي کسان یې نیولي چې موخه یې یواځې له ولسي خلکو د غلا کول وو.
تیره شپه دهلمند ولایت د ديشووالسوالۍد بهرامچې سيمي په ملکي موټرو کې د غلا کولو په موخه ځانګړي ځواکونه ورغلي و، چې د طالبانو له غبرګونه سره مخ شوي
طالبان وایي په دغه برید کې یې ۵ تنه غلا کوونکي افغان ځواکونه وژلي او نور شاتګ ته اړ شوي دي.
دغه راز طالبانو له یادو امنیتي کسانو څخه دوه لنډکروزر موټران ۲ ثقيلان ۷۰پيره دراکيټ مرمۍ او نور مهمات هم نیولي دي.
نيمروز: د طالبانو سره نښته کې څلور غله وژل شوي دي
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې افغان او امریکایي ځواکونو پر ملکي خلکو پراخ عملیات پیل کړي چې له امله یې سلګونه هیوادوالو ته د ځاني زیان سربیره ستر مالي زیانونه هم ور اوښتي دي



