پروان: پر بګرام هوايي ډګر توغنديز بريد شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۵)

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په ترټولو ستر پوځي مرکز توغنديز بریدونه شوي چې د طالبانو په وينا بهرنيانو ته يې تلفات اړولي دي.

هوايي ډګر ته نږدې سرچينې وايي، توغندي د هوايي ډګر په داخل کې د بهرنيو ځواکونو استوګن ځایونو ته څېرمه لګېدلي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، دغه بريد نن سهار د طالبانو له خوا شوی زياتوي “نن سهار د بګرام په هوایي اډه چې په هیواد کې د امریکایي اشغالګرو تر ټولو لوی مرکز دی، توغندیز برید شوی. اشغالګرو ته ځاني او مالي تلفات اوښتي.”

تر اوسه په دې اړه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو څه نه دي ويلي خو د پروان يوې امنيتي سرچينې دغه برید تاييد خو د تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

طالبان نږدې هره اووه نۍ د بګرام په ګډون د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د بهرنيانو په ميشت ځايونو او هوايي ډګرونو توغنديز بريدونه کوي چې هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوړي خو بهرنيان يې د خپلې پاليسۍ له مخې اوښتي تلفات نه په ډاګه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button