په ګونډو شو

آصف الله آصفي
په افغانستان کې چې کله د شوروي اتحاد فوځونه د ماتې په درشل شول نو افغانانو ډیر په شوق او ذوق سره دا ترانه زمزمه کوله چې:
ګونډو شو په ګونډو شو درست جهان کې په ګونډو شو—د ګرمو اوبو پورې طرحه پلان کې په ګونډو شو
خو ډیرې خلکو دا نه منله او دا یې د مجاهدینو تبلیغات ګڼل خو د الله په ستر فضل او کرم سره ګردې نړۍ ولیدل چې د افغانانو ترانې او جوش او خروش تبلیغات نه ,بلکې حقیقت و، او شورویانو او د هغوی د لاسپوڅو سترې سترې خبرې د باد د بڼکې په څیر هیڅ شوې. او دا کومه د لرې تاریخ خبره هم نه ده، نږدې شاوخوا درې لسیزې مخکې دا هر څه نړیوالې ټولنې ولیدل.
نن د همغه ستر خدای په فضل او کرم سره او د پاکو او سوچه مجاهدینو په بې شمیره سرښندونو سره یو ځل بیا همغه تاریخ بیا راوژندی شو، او د هر مجاهد په خوله کې همدا خبرې زمزمه کیږي چې امریکا په افغانستان کې د طالب جان په وړاندې په ګونډو شوه، بندیان په زندانونو کې د خوښۍ اتڼ کوي او ټول افغانان خو هغه افغانان چې لا هم خپل دین ته متعهد پاته دي په هیجاني ډول د امریکا د په ګونډو کیدا چیغې وهي، خو سره له ډې چې حقایق د لمر په څیر نړیوالو ته روښانه دي بیا هم داسې منحوس په نوم افغانان او په هسې په نوم مسلمانان شته چې دا حقیقت هم د شورویانو د تیښتې د حقیقت په څیر نه مني، او دا د طالبانو پوچ تبلیغات ګڼي، دا هغه ډول خلک دې چې خدای تعالی په خپل کتاب کې د دوی په هکله فرمایلي دی چې د دوی پر زړونو مهرونه لګیدلي، د دوی پر سترګو مهرونه لګیدلی او د دوی پر غوږونو مهرونه لګیدلي، دوی دا هر څه ویني اوري او حس کوي خو احساس او درک یې نه شي کولای.
راځئ چې په ګډه دا ترانه زمزمه کړو چې:
ګونډو شو په ګوڼډو شو طالب جان ته په ګونډو شو
زمونږ پاکې خاورې د نیولو طرحه پلان کې په ګونډو شو



