پاکستان: د زرداري په ګډون د ۱۷۰ کسانو په سفرونو بندیز لګیدلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی۷)

د پاکستان حکومت د دغه هیواد پر پخواني لومړی وزیر آصف علي زرداري او لسګونو نورو کسانو بهر ته په سفرونو بندیز لګولی دی.

زرداري د پیسو په سپینولو او په ناقانونه توګه له هېواد څخه بهر ته د پیسو پر لېږد تورن دی.
تیره ورځ پاکستانۍ کابینې چې عمران خان یې مشري کوله حکم وکړ چې زرداري، د نوموړي خور “ فریال تالپور“ او ۱۷۰ تنه نور کسان نه شي کولی له هیواده بهر سفر وکړي ځکه چې د دې کسانو له بانکي حسابونو ملیاردونو پاکستانۍ کلدارې بهرنیو هېوادونو ته استول شوې دي.

زرداري دا پریکړه یوه ډرامه بللې او غندلې یې ده

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button