(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۷)
بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې یوځل بیا د افغانستان په فوټبال فدراسیون کې د رامنځته شوې قضیې په تړاو راپور خپور کړی او داځل یې له قرباني نجونو سره هم مرکې کړې دي.
ورځپاڼې ته یوې ښځینه لوبغاړې ویلي، د فدراسیون مشر کرام الدین کرام په خپله ځانګړې خونه کې چې قلف یې یواځې د نوموړي د ګوتو په نښان خلاصیده، پر دې په زور جنسي تیری کړی“ زه د یوه مشکل په خاطر ورغلم، هغه پر مخ ووهلم، خوله او پوزه مې وینې شول او بیا یې راباندې جنسي تیری وکړ، مشر راته ګواښ وکړ ؛ که یې په په دې اړه رسنیو ته شکایت وکړ، ټوله کورنۍ به یې له منځه یوسي.“
یوې بلې نجلۍ بیا یادې ورځپاڼې ته ویلي، د فدراسیون مشر د تولو نجونو په مخ کې راباندې تیری وکړ او بیا یې وګواښلم.
دغه راز یوې بلې نجلۍ ویلي،چې د فدراسیون مشر د نورو نجونو په مخ کې ښکل کړه، کله یې چې اعتراض وکړ، له ټیم څخه د همجنس بازۍ په تور وایستل شوه.
ګارډین ویلی ، د نجونو د دې ادعاوو په تړاو یې د فوټبال فدراسیون له مشر کرام الدین کرام سره هم مرکه کړې، خو نوموړي یې په تړاو کوم سپیناوی نه ده کړی.
میاشت وړاندې د فوټبال نړیوالې ادارې “فیفا“ داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې پر افغان فوټبالرو نجونو د فدراسیون د مشر او کارمندانو له خوا ناوړه جنسي تیري شوي، د دې په تعقیب د ښځینه فوټبال پخوانۍ روزونکې خالده پوپلزۍ وویل، داسې اسناد او شواهد ورسره شته چې د فدراسیون چارواکو نجونې او ښایسته هلکان په جنسي ډول ځورولي دي.
لویې څارنوالۍ د دې قضیې څیړنه پیل کړې او د فدراسیون د چارواکو دندې یې ځنډولې دي.
















