(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۷)
د سعودي خبري اژانسونه وایي، د ولیعهد محمد بن سلمان په پریکړه د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر په ګډون ګڼ شمیر چارواکي له دندو ګوښه شوي دي.
الجبیر د محمد بن سلمان له نږدې کسانو بلل کیده خو د خاشقجي په قضیه کې له بن سلمان څخه د نوموړي نیمګړې دفاع له هغه څخه د وزارت مشرتوب واخیست او پرځای یې ابراهیم العساف ټاکل شوی دی.
دغه راز د اطلاعاتو وزیر «عواد بن صالح العواد» ، د ورزش او سپورت د عمومي هیئت مشر«ترکي بن عبدالمحسن آل الشیخ» ، په بریتانیا کې د سعودي سفیر«محمد بن نواف بن عبدالعزیز›› د عسیر سیمې واکمن مشر «فیصل بن خالد بن عبدالعزیز» د پوهنتون رئیس «الجامي ابا الخیل» د ملي امنیت مشر «سعود بن عبدالعزیز هلال» او د ملي امنیت سلاکار «محمد بن صالح الغفیلی» هم له دندو ګوښه شوي دي.
په ګوښه شویو کسانو کې ځینې پر نورو لوړو پوسټونو ټاکل شوي او ځینې په یومخیزه توګه له حکومت څخه معزول شوي دي.
















