متشبثينو عالي بورډ د فراه ګمرک تړل کېدو سوداګر زيانمن کړي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۸)

د افغانستان د متشبثينو عالي بورډ وايي، د فراه ګمرک بندېدو له کبله سوداګرو ته مالي زيانونه اوښتي دي.

د دغه بورډ مشر رحم الدين حاجي اغا وايي، له تيرو شپږو ورځو راهيسې د فراه د ۷۸ميله ګمرکي بندر تړل شوی چې دولت او سوداګرو ته يې سلګونه زره افغانۍ زيان اړولی دی.

نوموړی زياتوي، په دغه بندر کې له درې زره څخه زيات کسان د سمنټو او ساختماني چارو پر کارونو بوخت دي چې په تړل کېدو سره يې هغوی ته هم ګڼ مالي زيانونه اوښتي دي.

د متشبثينو د عالي بورډ مشر حاجي اغا غوښتنه وکړه چې له ایران سره دې دغه بندر ژر تر ژره پرانيستل شي څو سوداګر نو زيانمن نه شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button