م.جمیل باور
د افغانستان د طالبانو اسلامي تحریک(اسلامي امارت) چې له نیږدې دري لسیزو راهیسې دافغانستان په سیاست کې فعال رول لري، له۱۹۹۶م کال څخه یې تر ۲۰۰۱م کال پورې په هیواد یوه بې مثاله واکمني کړې چې په ډیرو ستونزمنو حالاتوکې یي هیواد د پرمختګ لوړو پوړو ته هسک کړ.
د هیواد ارضي تمامیت یې تضمین او د کلونو کلونو ناامني یې په یو بي ساري سرتاسري امنیت بدله کړه، چې دوستان او دښمنان دواړه د طالبانو دې شهکار ته ګوته په غاښ دي.
د طالبانو اسلامي تحریک په داسې حالاتوکې رامنځته شو چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د شر او فساد ډلګیو له لوري خپل منځي جګړي روانې وې او د عام اولس د سر و مال او عزتونو لوټل روان وو، د ډیری مبصرينو په اند دطالبانو منتځه ته راتګ په افغان ولس د الله جل جلاله له لوري ستر رحمت و، چې هیواد او هیوادوال یې له داسې شرخوښو وژغورل چې هره ورځ یې مظلومان داړل.
کورنۍ جګړې ختمې شوې، انارشیزم، ملک الطوائفی له منځه لاړه او ځای يې د اسلامي امارت په نوم یو واحد اسلامي نظام ونيو، په ډیرو کمو امکاناتو د هیواد د پرمختګ هڅې پیل شوې، له نړیوالو پانګوالو او شرکتونو سره قراردادونه وشول.
د نوي پولي واحد (کرنسۍ) يا بانک نوټ جوړولو، له ترکمستان هيواد څخه د افغانستان او پاکستان له لارې هندوستان ته د ګازو د نل ليکې(TAPI)پروژه، هیواد ته د ګرځنده ټلیفونونو(موبائل) سیستم واریدول، له کاره لوېدلیو ملکي او فوځي الوتکو او هوایي ډګرونو بیا رغونه او د نویو الوتکو پېرلو پروژې د یادولو دي.
هغه مهال چې شهید ملا اخترمحمد منصور صیب د هوایي چلند وزیر و ډیرې له کاره لویدلې الوتکي یي له سره جوړې، هوایي ډګرونه یي ورغول، د رادار سیستم یې فعال کړ اوڅونوي پرمختللي ملکي اوفوځي الوتکي یې واخیستې.
خو دا چې کفري نړۍ د طالبانو له حکومت سره د اسلام په نوم ستونزه درلوده، نو د بیلابیلو پلمو په خپلولو سره یې په افغانستان ناروا يرغل وکړ، د طالبانو مشروع نظام یې له منځه یووړ او د افغانستان مسلمان اولس یې له یوبل سترناورین سره مخ کړ.
افغانانو د اسلامي امارت په قیادت کې له امریکایي او ناټو اشغالګرو سره جهاد پیل کړ او د هرې ورځې په تیریدو یې د پوښښ سيمه پراخ شوه، چې دادی اوس هغه بریمن پړاو ته ننوت چې افغان ملت یي له کلونو کلونو تمه لرله.
د ټرمپ په مشرۍ د اشغالګرې امریکا غرور مات شو او له طالبانو سره یې د سولې مذاکرات پیل کړل، تېره اوونۍ ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د خپلو ۷۰۰۰عسکرو د ویستلو اعلان وکړ .
د امریکاله وتلو وروسته به طالبان دافغانستان په سیاست کې مهم او کلیدي رول ولري لکه څنګه یي چې د روان مقدس جهاد بیرغ په لاسونوکې نیولی او د فتحې بیړۍ یي ترساحله ورسوله نو ګران هیواد ته به د اسلامي نظام، خپلواکي، پرمختګ او هوساینې دراتلو واګي هم د دوی په لاسونوکې وي.
وماذلک علی الله بعزیز


















