سروې: اکثریت امریکایان له سوریې او افغانستانه د امریکايي عسکرو راایستل تاییدوي

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۹۷)

د امریکایانو د عامه افکارو تازه سروې ښيي چي اکثریت رایه ورکونکي د جمهورریس ټرمپ له هغه تصمیم څخه ملاتړ کوي چي‌ غواړي له سوريې څخه ټول امریکايي عسکر راوباسي، او په افغانستان کي د امریکايي عسکرو شمېر راکم کړي.

د هیل ویب سایټ د ډسمبر پر ۲۹ باندي لیکي د عامه افکارو پدې سروې کي ۵۲ ٪ فیصده امریکایان د سوریې او افغانستانه د عسکرو د راایستلو حمایت کوي. مګر ۴۸ ٪ فیصده سروې سوي امریکایان د عسکرو د راایستلو سره مخالفت کوي. د هیل ویب پاڼه لیکي د ټرمپ دې فیصلې د امریکا د ملي امنیت د شورا مشاورین هک پک کړل. ټرمپ اعلام وکړ چي له سوريې څخه به ټول امریکايي عسکر راوباسي، خو له افغانستانه به سم نیم امریکايي عسکر راوباسي.

د ټرمپ دا تصمیم د دې سبب سو چي د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټیس استعفا وکړي.

د امریکایانو د عامه افکارو دا نوې سوې وايي که څه هم اکثریت امریکایان له سوریې او افغانستانه د امریکايي عسکرو د راایستلو له فیصلې څخه حمایت کوي، خو ۶۹ ٪ فیصده امریکایان وايي دا مهمه ده چي امریکا په مینځني ختیځ کي څه عسکر وساتي.

د دې سروې مدیران وايي چي په امریکایانو کي دا راز طرز تفکر د دې نماینده ګي کوي چي هغوی غواړي په نظامي چارو کي د ټرمپ پر قضاوت باندي اعتماد وکړي. هغوی وايي اکثره امریکایان فکر کوي چي ټرمپ د امریکا د نظامیانو کلک حامي دئ، نو کله چي هغه دا فیصله وکړي چي باید امریکايي عسکر راوباسي، ښايي د هغه قضاوت سم وي.

ــــــــــــــــــــــ

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button