امریکا د افغانستان دوه مهم وزارتونه مالي جریمه کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۹)

د امریکا د دفاع وزارت “پنټاګون“ د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه سلګونه میلیونه افغانۍ جریمه کړي دي.
پنټاګون په یوه راپور کې چې کانګرس ته یې استولی، ویلي، دواړه وزارتونه  له هوایی ځواک څخه د ناوړې استفادې او پراخ فساد له امله ۶۷۰ میلیونه افغانۍ جریمه شوي دي.
د پنټاګون په راپور کې راغلي، هغه سرتیري چې امریکایی ځواکونو ورسره خورا زیاتې ستونزې ګاللي او په تجهیز او روزنه یې میلیونونه ډالر لګولي، اوس د سرغړونو سربیره ځینې چارواکي ترې د شخصي امنیت لپاره هم کار اخلي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش دا تورونه بې بنسټه بولي خو د دفاع وزارت یې په تړاو غبرګون نه دی ښوودلی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button