(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۰)
د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په هوایي ډګر کې چې سلګونه امریکایي ځواکونو په کې میشت وو او د امنیتي تړون له مخې د امریکا نهمه پوځي اډه وه؛ اوس مخ پر خالي کیدو ده او سلګونه امریکایي پوځیانو ترې کډې بار کړې دي.
د مؤثقو دولتي سرچینو د خبر له مخې، وړمه شپه په شینډنډ کې د امریکا له پوځي کمپ څخه سلګونه امریکایي عسکر وتلي دي.
سرچینې وایي، یاد امریکایي عسکر د چورلکو په توسط له دې نظامي مرکز څخه ایستل شوي او ښایي په پروان کې د امریکا تر ټولو سترې اډې “ بګرام“ ته انتقال شوي وي، چې وروسته به امریکا ته ولیږدول شي.
دولتي سرچینو دغه راز ویلي، په دغه پوځي کمپ کې سلګونه امریکایي عسکر میشت وو، چې د افغان ځواکونو د روزنې په موخه به ترې یواځې ۴۰ تنه پوځیان پاتې وي.
امریکایانو تر بګرام وروسته په شینډنډ هوایي ډګر کې تر ټولو ستر پوځي مرکز درلوده ، چې په خالي کولو سره به یې له ټولو لویدیځو ولایتونو د امریکایي ځواکونو پښې ورټولې شي.
شنونکي وایي، د امریکایي ځواکونو دغه ناڅاپي وتل د دې ښکارندویي کوي چې د امریکایي ولسمشر هغه ژمنه چې له افغانستان څخه به خپل نیمایی سرتیري راوباسي، په مخفي توګه د عملي کیدو په حال کې ده.
















