مایک پنس: ټرمپ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو په برخلیک فکر کوي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۴)
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وایي، ټرمپ پر دې فکر کوي چې آیا افغانستان کې خپل ماموریت لا تمدید او که له یوې مخې د پای ټکی ورته کیږدي.
پنس فاکس نیوز ته ویلي، ټرمپ په افغانستان کې د خپلو سرتیرو برخلیک ارزوي د هغوی په راتلونکو عواقبو فکر کوي او تر دې وروسته به پرې رسمي غبرګون مخې ته راشي.
پنس داسې مهال دا خبرې کوي چې تازه د ملیټري ټایمز امریکایي مجلې راپور ورکړی چې ولسمشر ټرمپ غواړي تر راتلونکو ۸ یا دولسو میاشتو خپل نیمایي سرتیري له افغانستان څخه وباسي.
د مایک پنس دا څرګندونې د سپینې ماڼۍ د ویاندې په غبرګون کې مخې ته راغلې چې ویلي یې وو، له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو وتلو باندې غور نه کیږي.



