(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۶)
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له ایلنا خبري اژانس سره د هیواد پر روان وضعیت، امنیت، سولې، د داعش ډلې شتون او د سیمې او منطقې په تړاو په مهمو مسائلو خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي، داعش ډله د نړیوالو استخباراتي قدرتونو مخترعه ډله ده او د هغوی په ملاتړ سره جګړه مخته وړي، چې افغانان به یې کله هم ونه مني.
نوموړي دغه راز ویلي، چې استازي به یې د داخلي جهت له ټولو سیاسي او مخورو جهتونو سره خبرو ته کیني، خو چې له امریکایانو سره د “اشغال“ پر موضوع نتیجې ته ورسیږي، ځکه د اشغال په شتون کې په نورو فروعي موضوعاتو بحث ګټه نه لري.
طالب ویاند وایي،دوی د سیمې د ټولو هیودونو سره دوستانه اړیکې غواړي او هیچاته د خطر پیښولو اراده نه لري.
نوموړي د هیواد شیعه اقلیت خپل وروڼه بللي او زیاته کړې یې ده چې هغوی د افغانستان د عظیم ملت یوه نه بیلدونکې برخه ده.
مجاهد د خپلو ځواکونو په تړاو ویلي، مسلح ځواکونه یې د سل زرو (۱۰۰۰۰۰) په شاوخوا کې دي، خو ملاتړي یې د هر ښار او هرکلي څخه شته چې بې شمیره دي.
طالب ویاند د ایران هیواد مهم ګاونډی بللی او د خپل مرکچي پلاوي وروستی سفر یې له لاسته راوړنو ډک بللی دی.
ذبیح الله مجاهد د قطر د دفتر د سرنوشت په هکله ویلي ، هیڅوک نه شي کولی د خپلو مفاداتو لپاره د دوی دفتر وتړي ځکه چې په وینا یې د دوی سیاسي دفتر د هیچا لپاره خطر نه جوړوي او دغه راز به د کوم لوري فشار ته هم غاړه کې نږدي.
نوموړي د پاکستان په هکله وویل، چې داسې اړیکې ورسره لري لکه له روسیې، چین او نورو ګاونډیانو سره یې چې لري .
ذبیح الله مجاهد وویل، امریکایي ملت اوس د خپلو عسکرو د تابوتونو له لیدلو ستړی شوی او نه غواړي ځواکونه یې افغانستان کې پاتې شي؛ بیا هم که هغوی له افغانستان څخه پښې سپکې نه کړې مونږ به یې په زور ایستلو ته مجبور کړو.
مجاهد وایي، طالبان یوه ډله ده، هیڅ انتشار په کې نه شته، خو د منان نیازي په نامه یوه طالب غړي چې د داعش ملاتړی وو، له دوی سره لار بیله کړه چې اوس د حکومت د استخباراتو تر کنترول لاندې فعالیت مخته وړي.


















