هلمند: د ګډوځواکونو په عملیاتو کې د یوې میرمنې په ګډون ۳ ملکي کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۸)
له هلمند ولایت نه ورکړل شوي راپورونه وایي، چې افغان او امریکایي ځواکونو د دغه ولایت د ګرمسيرولسوالۍد “صفار“ په سيمه کې دولسي خلکو پرکورونو اوبازارچاپه وهلې او د یوې میرمنې په ګډون یې درۍ کسان شهیدان کړي دي.
سیمیزې سرچینې وایي، د چاپې پرمهال امریکایي ځواکونو د بازار پر دکانونو او روغتون هم بمبار کړی چې له کبله یې لسګونه هټۍ او د روغتون ودانۍ ویجاړې شوې دي.
امریکایانو دغه راز د خلکو ۵ عرادې موټر هم سوځولي دي.
تیره ورځ د مشرانو جرګې غړو وویل، په شپنیو چاپو کې غوڅ اکثریت زیان عام وګړي په ځانګړی توګه ښځې او ماشومان ګالي چې په وینا یې دا عملیات یا قصدي بڼه لري او یا هم په پټو سترګو ترسره کیږي.
سناتوران وایي،په دې هکله د ولسمشر او ټولو ارګانونو دنده ده،څو یې په هکله څیړنه وکړي او د راتلونکي لپاره یې د مخنیوي لارې چارې وسنجوي



