سبا به طالب او امریکایي مرکچیان د څلورم ځل لپاره مخامخ خبرو ته سره کیني

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ مرغومی ۱۸)

رویټرز اژانس د خپلو سرچینو په حواله ویلي، د مرغومي پر ۱۹ او شلمه نیټه چې د چهارشنبې او پنج شنبې له ورځو سره سمون خوري، طالب او امریکایي چارواکي به د څلورم ځل لپاره په قطر کې خپل مذاکرات پیل کړي.
رویټرز ویلي، دامذاکرات د پاکستان، اماراتو او سعودي عربستان په نشتون کې ترسره کیږي چې هیلې هم ورته زیاتې دي.
رویټرز ویلي، دا ځل به د بهرنیانو پر وتلو، د زندانیانو پر خوشي کیدو او له تور لیست څخه د طالب چارواکو د نومونو د ایستلو په تړاو پریکنده او جدي خبرې ترسره شي؛ زیات  اټکل دادی چې د روان بونبست د لمنځه وړلو په هکله به ګټورې تمامې شي.

د طالبانو سرچینو یاد خبري اژانس ته ویلي، د سعودي غونډې ته نه وربلل شوي او نه هم دا غونډه د دوی په پلان کې وه.
بلخوا بیا الجزیره شبکې د طالب چارواکو په حواله ویلي “ ټاکل شوې وه چي بله اونۍ به موږ او امریکايي دپلوماتان په ریاض کي سره وګورو، او د ابوظبی د غونډي نا تمامه پروسه تعقیب کړو. خو مشکل دا وو چي د سعودي عربستان او اماراتو مشرانو ټینګار کاوه چي موږ باید د افغان حکومت له هیأت سره وګورو ، دا چې مونږ دا کار اوس نه شو کولای، نو لهذا موږ د سعودي عربستان مجلس پریښووده او دا خبري به په قطر کي ترسره وکړو.“

همدې طالب چارواکي الجزیرې ته ویلي دي،«هر څوک پوهېږي چي د کابل حکومت له امریکا او ایتلافي ملګرو څخه غواړي چي له افغانستان څخه و نه وځي، خو موږ د هغوی د وتلو لپاره زیاتي قربانۍ ورکړي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له ایلنا خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې استازي به یې د داخلي جهت له ټولو سیاسي او مخورو جهتونو سره خبرو ته کیني، خو چې له امریکایانو سره د “اشغال“ پر موضوع نتیجې ته ورسیږي، ځکه د اشغال په شتون کې په نورو فروعي موضوعاتو بحث ګټه نه لري

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button