ټرمپ ته یو تاریخي درس

واحد فقیري

ښاغلی ټیم واینر مشهور امریکايي لیکوال دئ، او د امریکا د استخباراتو په باره کي ئې څو ټاپ کتابونه لیکي دي. ټیم واینر د جنوري پر ۷ په واشنګټن پوسټ کي لیکي جورج اورویل وايي: سیاسي ژبه او تبلیغات د دې لپاره وي چي درواغ رشتیا ثابت کړي، او قتل یو روا کار وښيي. جمهورریس ټرمپ د همدې مقولې ستر حامي دئ. پدې برخه کي د ټرمپ استعداد هله ښه بریښ وکوي چي د یوه مستبد رژیم دفاع کوي.

له بده مرغه ټرمپ اوس په داسي درواغو پیل کړی دئ چي غواړي د شوروي د ۱۹۷۹ اشغال توجیه کړي. هغه فقط څو ورځي مخکي وویل،«روسیې ځکه افغانستان اشغال کړي، ځکه چي ترورسټان روسیې ته ور تلل. روسانو حق لاره چي افغانستان ته ورسي.» البته حقیقت دا دئ چي هیڅ افغان ترورسټ روسیه ته نه وو ور اوښتی. روسانو افغانستان ځکه اشغال کړ، څو په کابل کي د یوه ګوډاګي حکومت دفاع او ملاتړ وکړي.

شورویانو په افغانستان زیات جنایات وکړل، او په لکهاوو ملکي افغانان او د افغان مقاومت جنګیالي ئې ووژل. د هم هغو افغان مقاومت جنګیالیو زامن او لمسان نن سبا په خپل ملک کي امریکايي اشغالګران وژني.

څرنګه چي موږ د افغانانو ملک اشغال کړی دئ، افغانان اوس موږ ته د شورویانو په سترګه ګوري.

اصلي خبره دا ده چي ټرمپ غواړي له افغانستانه راووځي. هغه قریب ۱۸ میاشت پخوا لا ويلي ول «د افغانستان جنګ یوه فاجعه ده، او باید موږ له افغانستانه پای پاکه راووځو.»

حقیقت دا دئ چي امریکا د افغانستان د جهاد یوه دایمي ملګرې وه. موږ دا هېروو چي موږ دا ۴۰ کاله هلته ښکېل یو — مانا د شورویانو له اشغاله لس میاشتي مخکي موږ هلته وو.

د امریکا استخباراتو د افغان مقاومت ته په میلیارډو ډالره ور پمپ کړل. همدې پيسو د شوروي سور پوځ په فغان راوست، او د شوروي ۱۵ زره عسکر هلته ووژل سول. متحده ایالاتو فکر کاوه چي د ساړه جنګ وروستی جنګ ئې وګټی. خو دا موفقیت موقتي وو.

د امریکا د استخباراتو او خارجه وزارت په زرهاوو نامحرم سوي اسناد ښيي چي جمهورریس کارټر په ۱۹۸۰ کي قریب د سل میلونو ډالرو په ارزښت وسلې د افغان مقاومت جنګیالیو ته ور واستولې. د کارټر د وسلو نړیوال تجارت او انتقال تر هغه ډیر جدي وو چي موږ په خبر وو. د کارتر هدف دا وو چي شورویان له افغانستانه پسي واخلي. متحده ایالات حتی پدې برخه کي د ایران له انقلابي حکومته هم مرسته اخیستله، حال دا چي هغوی امریکايان یرغمل کړي ول. د ۱۹۸۰ په کلونو کي، جمهورریس رېګن د افغان مقاومت سره هر کال ۷۰۰ میلونه ډالره مرسته کوله، او په ساړه جنګ کي د امریکا تر ټولو ستر عملیات ول.

کله چي د ساړه جنګ په پای کي، موږ افغانستان خوشي کړ، موږ یوه خطرناکه خلا پرې ښوده. همدا خلا په یوه توپان بدله سوه. همدې تشي طالبان او القاعده وزېږول. او بالاخره د همدې جنګ زګزک امریکا ته راورسېد.

خیر په هر صورت، په ۱۹۷۹ کي په کابل کي د امریکا سفیر اډولف ډابس برمته او ووژل سو. د هغه په مرګ کي د کابل حکومت مسلما مسولیت لاره،‌او ښايي شورویانو هم برخه پکي لرله. پدې وخت کي، د امریکا د ملي امنیت مشاور ښاغلي برېژنسکي پدې لګیا وو چي د افغان مقاومت سره مرسته وکړي. بریژنسکي د امریکا د استخباراتو په محدودیتونو باندي ښه پوهېدی. هله سي ای ې (سیا) باور لاره چي شورویان به افغانستان ته زیات عسکر ور وا نه ستوي.

خو سيا دا وړاندیز وکړ چي د مجاهدینو سره به د وسلو مرسته وکړي، او هم به د کابل د کمونسټي رژیم پر خلاف د «یوې چټکي کودتا» لپاره لاري چاري ولټوي. په همدې وخت کي، سیا د افغانانو په مینځ کي تبلیغات پیل کړ، څو هغوی د ښورښ لپاره ولمسوي.

په اول سر کي، جمهورریس کارټر په احتیاط عمل کاوه. هغه سیا ته امر وکړ چي د افغان ښورښیانو سره د پیسو او غیر نظامي وسایلو مرسته وکړي. د سیا پيسې ډیري کمي وې. د ۱۹۷۹ په دوبي کي د افغان مقاومت کش وکړ، د کابل په رژیم کي سیاسي لګه درګه زیاته سوه، او د شوروي نظامي مشاورینو تعداد هم زیات سو. خو بیا هم د سیا ارزیابي دا وه چي روسان به مستقما نظامي مداخله و نه کړي.

سیا باور لاره چي مسکو به دا اشتباه و نه کړي چي د افغانستان تنګو او خطرناکه درو ته ور داخل سي، او داسي ځای ته ورسي چي سکندر، جنګیز خان، او انګریزان په کښي مات سوي ول. سیا همدا موقف د ۱۹۷۹ تر آخر پوري ټینګ کړی وو. خو پدې وخت کي، شورویانو افغانستان ته څه باندي یو لک عسکر ور مارش کړل. سیا په همدې وخت کي، جمهورریس کارټر ته یو پیغام واستاوه چي ویل ئې د شوروي عسکر په افغانستان ننوتل.

د شوروي د سیاسي بیرو اسناد ښيي چي شورویانو د ۱۹۷۹ په مارچ کي د افغانستان د اشغال لپاره تیاری نیوی. هغوی لدې څخه ډارېدل چي په افغانستان کي به یو اسلامي نظام د شوروي ۴۰ میلونه مسلمانان وپاروي.

جمهورریس کارټر د ۱۹۷۹ د دسمبر پر ۲۷ باندي په سپینه ماڼۍ کي د امریکا د ملي امنیت د شورا یوه اضطراري غونډه جوړه کړه،‌او یو سري امر لاسلیک کړ:«موږ نهايي هدف له افغانستانه د شوروي اتحاد د قواوو ایستل دي. که چیري دا هدف نه سي ترلاسه کېدلای، موږ باید د شورویانو لپاره د افغانستان اشغال د ممکن حد پوري قیمتي وکړو.»

د ۱۹۸۰ د جنوري پر ۲۱ مه، سیا قریب ۱۶ ټنه وسلې او مهمات د پاکستان استخاراتو ته ورکړې، څو پاکستان ئې افغان ښورښیانو ته تسلیم کړي. سعودي عربستان له مصر څخه د شوروي جوړوي سوي وسلې رانیولې،‌ او سیا همدا وسلې پاکستان ته انتقال کړې. چین هم پدې هشت و مشت کي خپله ونډه واخیسته. او د ۱۹۸۰ په ژمي کي څه باندي دوه زره شوروي عسکر او په زرهاوو افغان عسکر د جنګ په میدانونو کي وژل سوي ول.

پدې وخت کي، د امریکا د ملي امنیت د شورا یوه مامور بریژنسکي ته د افغان مجاهدینو په باب داسي لیکي ول:«افغان مجاهدین عموما زیږ او کرغېړن خلګ دي. که چیري هغوی قدرت ونیسي، زه دا بېره لرم چي هغوی به د بشر د حقوقو په برخه کي زیات مشکلات ولري.» خو سیا پدې وخت کي، د ګلبدین حکمتیار سره زیاته مرسته کوله. متحده ایالاتو او ملګرو ئې حکمتیار ته د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت وسلې ورکړې.

ما د ګلبدین حکمتیار سره په ۱۹۹۲ کي ملاقات وکړ. هغه راته وویل،«موږ همدااوس یو نیم میلون شهیدان ورکړي دي. موږ چمتو چي د یوه واقعي اسلامي نظام د برقرارۍ لپاره نور شهیدان هم ورکړو. موږ اماده یو چي په غرونو کي ۱۴ کاله نور هم پاته سو.» د ګلبدین حکمتیار پاتي شوني اوس هم په غرونو کي ناست دي، او امریکایان وژني.

د ۱۹۸۰ د جون په میاشت کي، بریژنسکي د سیا هغه پلان تصویب کړ چي د ایران څخه ئې په سري توګه وسلې افغان مجاهدینو ته رسولې، البته دا په داسي وخت کي ول چي ایران ۵۲ امریکايي دپلوماتان برمته کړي ول. د دې پلان سره سم به امریکا وسلې په بین المللي مارکیټ کي رانیولای، پاکستان به همدا وسلې ایران ته رسولای، او ایران به همدا وسلې د افغانستان غربي سیمو ته انتقالولای.

د جمهورریس رېګن د راتګ سره سم، هر څوک پدې پوهېدی چي د افغان عملیات به لا پراخ سي. د ریګن انتخابېدو سره سم، د پاکستان د ای ایس ای ریس، جنرال اختر عبدالرحمن، د سیا د سري عملیاتو مشر، ښاغلي جان مک ماهون،‌ ته په سعودي عربستان کي وویل، پاکستان کولای چي افغانستان ته هر څونه وسلې چي امریکا غواړي انتقال کړي. د سعودي عربستان د استخباراتو ریس، شهزاده ترکي فیصل، په همدې مجلس کي د سیا مامورینو ته وویل چي سعودي عربستان به د امریکا د پیسو په اندازه د افغان مجاهدینو سره مرسته وکړي. سمدستي په افغانستان کي د پیسو او وسلو باران پیل سو.

خو کله چي شورویانو افغانستان خوشي کړ، امریکایانو هم افغانستان ته شا کړه.

ما په افغانستان کي په ۱۹۹۴ کي سفرونه وکړ. هلته د جهان له ګوټ ګوټ څخه جهادیان راغونډ سوي ول. هغوی غوښتل چي پر امریکا باندي حمله وکړي. هله د جهادیانو په مینځ دا خبري رواني وې چي هغوی د جهان یو سوپرپاور مات کړ، اوس د امریکا د راچپه کولو وخت رارسېدلی دئ. پدې وخت کي، امریکا په افغانستان کي هیڅ حضور نه لاره، او نه ئې هم چا ته پیسې ورکولې.

زه د کڼر د مست سیند پر غاړه ناست وم، او د حاجي رحمت خان خبرو ته مي غوږ نیولی وو. هغه د خپل نارنجو او انارو د باغ کیسه راته کوله چي څرنګه ملحدو کمونسټانو ئې باغونه ور وران کړل. هغه یو بوډا سړی وو، اوږده ږیره ئې لرله، او سترګي ئې برېښدې. هغه د بل جنګ د راتلو اټکل داسي کاوه.«په افغانستان کي یو اور بل دئ. کله چي ستا په کور کي اور بل وي، او ستا ګاونډی د دې اور په وژلو کي مرسته نه کوي، دا به څرنګه ګاوندی وي؟ ایا هغه پدې نه پوهېږي چي یو وخت به همدا اور د ده کور ته هم ور ورسېږي؟»
#DPolPost

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button