ولسي جرګه: د طالبانو ورستی دریځ ستایو او هرکلی ترې کوو
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۱)
د ولسي جرګې غړی وایي د طالبانو وروستی دریځ ملي دی او باید ملاتړ او هرکلی یې وشي.
د جرګې اداري پلاوی د طالب چارواکي سهیل شاهین هغه دریځ چې اسوشتیدپرس اژانس ته یې ویلي وو“ د واک انحصار نه غواړي او افغان شموله حکومت به رامنځته کوي “ ستایلی او زیاته کړې یې ده، طالبان پر دې پوهیدلي چې د جګړې له لارې مطلق واک ترلاسه کول ستونزې جوړوي.
د ولسي جرګې منشي وایي، د طالبانو دغه دریځ لوی پرمختګ دی او باید ټول هیوادوال په ګډه د افغانستان لپاره کار وکړي.
طالبانو ویلي چې په هیواد کې له ټولو سیاسي ګوندونو او قومي مخورو سره اړیکې لري او وخت پر وخت ورسره غونډې لري



