د اشرف غني او شاه شجاع تر منځ توپير

لیک: غورزنګ
د هېواد ولسمشر اشرف غني خپل ځان تر شاه شجاع غوره او بهتر ګڼي ځکه خو يې په دې وروستيو کې د سولې پر ضد د موقف نيولو لپاره يې يو څه داسې بيانات هم ورکړي چې ګواکې دی د امير يعقوب خان او شاه شجاع په څېر نه واوسي بلکې غواړي د غازي امان الله خان, احمد شاه بابا, ميرويس نيکه او محمود غزنوي په څېر اتل واوسي, مګر حقائقو ته په کتو سره څېړونکو نوموړی که څه هم د عصر شاه شجاع بللی خو زما په نظر له شاه شجاع سره د لاندې توپيرونو په درلودلو سره ښکته واقع دی
۱– کله چې د هغه وخت مجاهدين د وزير محمد اکبر خان په مشرۍ شاه شجاع ته ورغلل او ورڅخه وې غوښتل چې د انګرېزانو په وړاندې د جهاد اعلان وکړي نو شاه شجاع هم د خپلې بې وسۍ نه ورته خپله توره ورکړه او وې ويل چې تاسو جهاد وکړئ! خو زه غلام يم او هېڅ مې له وسه نه دي پوره خو اشرف غني بيا پر خپلې بې وسۍ د اعتراف پر ځای امريکايان دې ته سوق کوي تر څو خپل اشغان ته دوام ورکړي
۲ — هغه وخت به که چېرته په کومه سيمه کې انګرېزانو په چا ظلم وکړ نو شاه شجاع به يې په د خفګان اظهار کولو ولې محمد اشرف غني بيا دا عادت نه لري او نه هم په داسې مسائلو خوله چوله کوي
۳ –تر ټولو لوی او عمده توپير يې دا چې شاه شجاع د دې لپاره د انګرېزانو غلامي منلې وه تر څو ځان واک ته ورسوي او له شاه محمود څخه د خپل سکني ورور شاه زمان غچ واخلي خو اشرف غني بيا په ټوله معنا بې له کوم دليله د امريکا خدمت کوي او په بدل کې يې د کوم امتياز غوښتونکی هم نه دی
۴ –شاه شجاع د انګرېزانو له غلامۍ منلو سره سره بيا هم د خپل افغاني کلتوري لباس د بدلولو هڅه نه ده کړې مګر اشرف غني بيا وخت له سره له دې هر څه څخه ورتېر شوی دی.
۵ –شاه شجاع په خپلې غلامۍ اعتراف کاوه او هيڅکله يې هم ځان اتل نه دی بللی خو اشرف غني بيا د دې ټولو نواقصو په درلودلو سره ځان کله احمد شاه بابا بولي کله بيا ځان د ملت نورو اتلانو ته منسوبوي.



