(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۳)
د سولې شورا د دارالانشاء رئیس عمر داودزي تیره ورځ له بي بي سي سره په یوه مرکه کې د روانو خبرو اترو په موخه محتاطانه خوشبیني وښووده او زیاته یې کړه چې دوی د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ خبرو ته نسبي خوښ دي.
داودزي وویل؛ امریکا او طالبانو په اصولو کې موافقې سره کړې؛ د امریکایي پوځیانو وتل او له افغانستان څخه امریکا ته د ګواښ نه جوړولو مسئله هغه څه دي چې دواړه لوري یوې هوکړې ته پرې رسیدلي.
نوموړي ویلي، ګیله مو دا ده چې زمونږ له ټول ټینګار سره سره بیا هم امریکا طالبان دې ته چمتو نه کړل چې له افغان حکومت سره یې خبرو ته کینوي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا که طالبان بالاخره هم له حکومت سره خبرو ته چمتو نه شول او امریکا هم دا کار ونه شو کړای ستاسو غبرګون به څه وي؟ وویل: د دوستانو ترمنځ له ګیلې پورته هیڅ هم نشته، مونږ به له امریکایانو ګیله وکړو چې ولې یې یوه ډله حتا چمتو نه کړه چې د یوه دولت سره خبرې وکړي.
داوودزي ټینګار وکړ چې امریکايي چارواکو ته په کار ده، څو د ځواکونو په ایستلو کې بېړه و نه کړي ځکه په دې سره به افغانستان د خونړۍ جګړې په ډګر بدل شي.


















