یونیسف: د ۴ میلیونه اړمنو ماشومانو سره د مرستې لپاره د ۵۰ میلون ډالرو مرسته غوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۴)

نن په کابل کې دملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق “یونېسف“ویاند فریدون ارین رسنیو ته وویل، د ۴ میلیونه اړمنو ماشومانو سره د مرستې لپاره ۵۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري تر څو یې لومړنۍ اړتیاوې ورپوره کړي.

ارین وویل، په دغه شمیر ماشومانو کې ۵۰۰زره داسې ماشومان هم شتون لري چې سختو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان وایي،  اړمن ماشومان زیاتره په هرات ولایت کې دي چې د وچکالۍ،جګړو او نورو ستونزو له امله سختو لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د یاد سازمان  استازي وویل، له نړیوالې ټولنې مو غوښتي چې د مرسته شویو پیسو ۲۶ میلیونه ډالر به د ماشومانو پر خوارځواکۍ، ۷ میلیونه د څښاک پر پاکو اوبو، ۷ میلیونه د ماشومانو پر روزنې، ۵ میلیونه د ماشومانو پر ساتنې او دوه نیم میلیونه به د هغوی پر روغتیايي خدمتونو ولګول شي.

باید وویل شي چې اوسهم په افغانستان کې ۲ میلیونه ماشومان په سختو کارونو بوخت دي او ۴ میلیونه یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button