جنوبي افریقا له پاکستان څخه د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۱۴)
جنوبي افریقا د ۵ یو ورځنیو لوبو په وروستۍ لوبه کې یوځل بیا پاکستان مات او دا لړۍ یې په خپل نوم کړه .
پاکستاني لوبغاړو د ۸ لوبغاړو په سوځیدو او د ۵۰ اورونو په لوبیدو سره ۲۴۰ منډې وکړې او جنوبي افریقا ته‌یې د ۲۴۱ منډو هدف ورکړ؛ پاکستان ته د فخرالزمان پرته چې ۷۰ منډې یې وکړې هیڅ لوبغاړی یې په نیمه سلیزه ونه توانیده.
په ځواب کې د جنوبي افریقا لوبغاړو دغه هدف د ۳ لوبغاړو په سوځیدو سره په ۴۰ اورونو کې پوره کړ او پاکستان ته یې ستره ماتې ورکړه.
د افریقا په لوبغاړو کې  ډي.کاک یوازې د ۵۸ بالونو په لوبولو د ۳ شپږیزو او ۱۱ څلوریزو پر مټ ۸۳ منډې جوړې کړې او نورو یې پنځوسیزې ووهلې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button