سعودي عربستان له ایران سره ډيپلوماتيکي روابط وشلول

(کابل ټکی کام : دوشنبه، مرغومی ۱۴مه، ۱۳۹۴ ل):

سعودي عربستان نن اعلان وکړ چې دوی نور له ایران سره خپلې ډيپلوماتیکي اړيکې وشکولې او په خپلو استازويې غږ وکړ چې دغه هېواد پرېږدي او بېرته خپل هېواد ته ژر تر ېره راستانه شي .

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير «ښاغلي عادل الجبير» په ډاګه کړه چې دغه اقدام يې ځکه کړی چې پلازمینه تهران او مشهد کې ددوي سفارت او کونسلګرۍ باندې ایراني شعیه مظاهره چیانو بريدونه وکړل، په ودانۍ کې يې چور او تالان ګډ کړ کاغذات او د ودانیو ځيني برخې يې وسوځولې .

الجبیر زیاتوي چې سعودي حکومت له لوري د شعیه عالم نمر النمره د اعدام په وړاندې د ایران غبرګون د دې وړ دی چې نور له ایران سره خپلې ډيپلوماتيکي اړيکې وشکوو .

نوموړي دغه خبره تېره ورځ مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وکړه: او زیاته يې کړه، چې ایران ډیری وخت په عربي هېوادونو کې شومې لاسوهنې کوي او د سیمې هېوادونو کې د تاوتریخوالي سبب ګرځي .

دغه راز الجبیر وویل چې د یوه هېواد په برحاله ډيپلوماتیکي تاسیساتو بریدونه او اور ورکول د نړیوالو او بین المللي قوانیو سره څرګنده سرغړونه ده .

نومړي زیاته کړه چې ایران د ډيپلوماتيکو اصولو د پښتو لاندې کولو ځانګړی تاریخ لري په ۱۹۷۹ زیږدیز کال کې د امریکا او په ۲۰۱۱ زیږدیز کال يې د انګلستان سفارتونو  باندې بریدونه کړي وه او تاسیساتو ته يې اور ورکړي وه .

الجبیر په ایران تورونه پورې کړل چې له ۲۰۰۱ میلادي کال څخه راپدېخوا د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو غړو ته ځای ورکوي او په عربي هېوادونو کې فتنه خپروي .

او په یوه بله بیانيه کې د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند اسامه النقلي ويلي دي چې ۴۷ تنه ډيپلوماټان يې د اماراتو د هوايي شکرت په یوه ځانګړې الوتکه کې په بېړني ډول له ایران څخه ایستلي دي .

خو ایران تر اوسه د سعودي په دغه پریکړه کوم عکس العمل نه ده ښودلی .

سليم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button