ټرمپ: د عربي هېوادونو په غوښتنه پر ایران پلان شوی برید ځنډول شوی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۹ غویی، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر ټرمپ وایي، هغه برید چې ټاکل شوې وه د سېشنبې په ورځ پر ایران ترسره شي، د عربي هېوادونو د مشرانو په غوښتنه یې ځنډولی دی.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» کې لیکلي، چې د قطر، سعودي، اماراتو او کوېټ هېوادونو د مشرانو په غوښتنه یې دا اقدام ځنډولی دی.
هغه زیاته کړې، چې اوس مهال جدي خبرې روانې دي او د امریکا متحدین باور لري چې داسې یو توافق ته د رسېدو امکان شته چې د واشنګټن لپاره به د منلو وړ وي.
ټرمپ د دغه احتمالي توافق په اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې راتلونکې څو ورځې به د سیمې د وضعیت لپاره مهمې وي. نوموړي ټینګار کړی چې امریکا به د خپلو ګټو او متحدینو امنیت ساتنې ته دوام ورکړي.



