امریکا ته د ايران خبرداری: د هر برید په صورت کې به له پخوانیو جګړو څو چنده قوي او پراخ ځواب ورکړو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۹ غویی، ۱۴۰۵ل) ـ
د ایران د خاتمالانبیاء مرکزي قرارګاه قوماندان علي عبداللهي ویلي چې امریکا او د هغوی متحدان باید د ایران پر وړاندې د «ستراتېژیکو تېروتنو» له تکرار څخه ډډه وکړي، ځکه په وینا یې ایران او پوځ یې اوس تر پخوا ډېر چمتو او ځواکمن دي.
نوموړي زیاته کړې چې ایران «لاس پر ماشه» حالت کې دی او د هر ډول احتمالي برید په صورت کې به په چټک، سخت او پراخ ځواب ووايي په خبره يې، امریکایي او اسرائيلي لوري څو ځله د ایران د پوځي وړتیا ازموینه کړې ده.
هغه ګواښ کړی چې که مقابل لوری بیا غلطه محاسبه وکړي، د ایران ځواب به د پخوانیو جګړو په پرتله څو چنده قوي وي.
خاتمالانبیاء مرکزي قرارګاه ټینګار کړی چې د ایران پوځ به د خپلو ملي ګټو او خلکو دفاع په «بشپړ ځواک» سره وکړي او د هر برید د مهار لپاره تیار دی.



