یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

ښځه په اسلامي ټولنه کې

ح جلال نشرونکی: ح جلال
فبروري 4, 2019
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
95
ځلې شریک شوی
836
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه : شرافت تسل

په دې کې هیڅ شک نشته چې داسلام مبارک دین دجاهلیت په وړاندې په هر وخت مباریزه کړې، او انسانیت ته یې نجات ورکړې، د اسلام مبارک دین څخه وړاندې ښځې ته په درنه سترگه نه کتل کیده اودښځې نه یواځې د جنسې اله په توگه استفاده کیده ،او دپست او بیکاره موجود په څیریې گڼله ، او ځینې یې په انسانیت هم شکمن وه ، په داسې یو حالت کې اسلام راغلو چې دبشر نیم نسل دتباهۍ سره مخ وه ، اسلام ښځو ته ژوند ورکه ، اسلام ښځه دټولنی جوړونکې وگڼله او هغه یې دکورنیکمرغې ، دنارینه جامه وبلله ….

نو اوس غربیان غواړي چې د ښځو د حقونو په غلونکې شعار نه په استفادې ښځه بیا د تیر جاهلیت ته ور وگرځوي او دهغې نه دهغې حقونه واخلي .

مولانه مودودي رح لیکي :

دلویدیځ کولتورپوهان چې د((ښځودځغلولو)) کوم خوځښت رالاړولوسره زموږ دکورونوپه ړنګولو پسې راخیستې ده اود دې لپاره يې لومړی داربابانواو د شتمنوخلکو کورونه نښه کړي ول اود هغوی په مرسته يې د منځنۍ اوټيټې طبقې ښځې د تفریح په نامه له کورونو راویستوسره د محفلونو ډول پرې جوړوي چې په دې سره دنارینه هوس په دام کې راښکېلوي اودې ناوړه لمسونو ته د ښځود پرمختګ او د ښځو اونارینه وترمنځ د مساوات په څېر ښکلي نومونه پرېږدي داسلامي ټولنو اخلاقي اوټولنیزو ارزښتونو دپام اړولو لپاره یهودي ذهنه خلکو څومره ژور فکر کړی.

تراسلام د مخه په ټولنه کې ښځوته په درنه سترګه نه کتل کېده بلکې په ډېرسپک نظر ورته کتل کېدل ان تردې چې نجونې به ژوندۍ ښخول کېدې دڅارویو په شان په بازارونو کې خرڅېدلې، د نر تابع وې، کوم ځانګړی مقام اوحیثیت يې نه درلود اونه ورته کوم ټولنیز حق ټاکل شوی و .

اسلام ترهرڅه له مخه د ښځې د محکومۍ پر وړاندې مبارزه وکړه اوښځې ته يې په ټولنه کې درنښت ور وباښه اوپه څنګ کې يې ورسره دا اعلان هم وکړ چې ټول انسانان دیوالله جل جلاله بنده ګان دي، نر او ښځه دواړه یوشان د عزت او درناوي وړ دي .

اسلام ښځوته مالي او قانوني حقوق د سړیو په څېر ورکړي، یعنې په دې حقوقو کې ښځه له سړیو سره یوشان ده، لکه ښځه د شتمنۍ واکواله کېدای شي ،خرڅ کولی شي، بدله اخیستلای شي، هر ډول دعوت کولی شي اوهمداشان د خلع حق هم ورکړل شوی اوپه دې کې څه شک نشته چې ښځه له سړیو سره په انساني حقوقو کې برابره ده، ښځه ځانګړې پېژندګلوي لري، خوله منفي پلوه قدرت له نارینه وو جلا کړې ده.

همداشان داسلام کورني نظام نرته د برترۍ په ورکولو سره ښځې ته نفقه، کور، مهر، خوندیتوب، د ښوونې او روزنې حقوق پرسړیو دي اوکه نارینه د دې حقوقو پرځای کولو کې سستي وکړي نوښځه کولای شي چې په قضا کې پر دې سړي عریضه وکړي  او خپل سالم او قانونې حقوق ترلاسه کړي.

دغه راز اسلام سړي دې ته هڅولي چې د ښځوحقوق پرځای کړي او په دې سربیره یې ورته  د ښه سلوک امر هم کړی دی .

په حدیث شریف کې راځي:

په مومنانو کې ترټولو بشپړ ایمان لرونکي انسانان هغه څوک دي چې ښه اخلاق ولري او له خپلو ښځواوبچو سره مینه اومحبت ولري ((ترمذي مخ ۱۱))

اوهمداشان داسلام په ټولنيزنظام کې ښځو ته په کور کې دندې سپارل شوي او سړیو ته له کوره بهر؛ نوځکه د دواړو د کار لپاره په ساحه او دندوکې لوی توپیر شته، د ښځې پرغاړه یې دکورنۍ خرڅ اواړتیاوو د پوره کولو پرځای اسلام ښځې ته معاشي ضمانت ورکړی او په ټولنه کې یې ورته له ټولنیز پلوه لوړه مرتبه وربښلې ده، ځکه چې ښځه دکور واکواله او اداره کوونکې ده اوهمداشان ښځې ته نه دي پکار چې د بهرنۍ نړۍ د جوړولو په تکل کې خپل کور وران کړي، یعنی د خپل میړه پرته نامشروع اړیکې ونیسې او همداشان په قران کریم کې الله تعالی فرمایلې:

(هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ)[سورة البقرة:۱۸۷)

ژباړه: (هغوي ( مېرمنې ) ستاسو لپاره جامې او لباس دی او تاسو د هغوی لپاره جامې او لباس یاست.)

امام ابوجعفر الطبري رحمه الله په تفسیر الطبري(جامع البيان) او امام السمرقندي رحمه الله په خپل تفسیر (بحر العلوم) کې فرمايي: د لباس څخه مراد سکون دی، یعني دا چې ښځې ستاسو سکون او تاسو د هغوی سکون یاست.

نو داسلام له نظره ښځه د بنډارشمع نه بلکې دکور څراغ  او د میړه سکون دی ،چې  بنسټيزه دنده یې د خپلوکوچنیانو ښوونه او روزنه اوپه هغوی کې لوړاخلاقي صفتونه پیداکول دي.

اسلام وايي که ښځه تر کورنۍ دندې پرځای کولو وروسته که دخپلو حالاتو اوذوق له پلوه د ژوند په نورو ډګرونو زړه راښکونتیا څرګنده وي کولای شي، خو داسلام په ټاکلي چوکاټ کې یې د ښځې ټول حقونه د قانون له مخې خوندي کړي دي.

اوله بل پلوه ټولنې ته له ښځې سره دښه چلند امرکوي ځکه چې اسلام په ټولنه کې داسې چاپېریال رامنځته کول غواړي چې ښځه پکې له هر پلوه د عزت او درنښت ژوند ولري، په ټولنه کې ښځې څلور څرګنده بڼې شتون لري مور، لور، خور، او د ښځې په بڼه او اسلام د ښځې دې ټولو بڼو ته ارزښتمنده مرتبه وربښلې، په دې ټولو بڼو کې يې د مور بڼه ترټولوغوره ګڼلې

(الجنة تحت اقدام الأمهات)[رواه مسند الشهاب)

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: ( جنت د میندو تر قدمونو لاندي دی)

(په اسلامي ټولنه کې دنامحرمو ښځو اونارینه و ګډ تعلیم، گډ مجالس او یو ځاې کار کول منعه کړي او دا يې د جاهلي ټولنې کارونه بللي دي، الله تعالې فرمایې ( وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى….. )

ژباړه : ((په خپلو کورونو کې مېشتې اوسئ او د تېر جاهلي دور غوندې سینګار کړې بې ستره مه ګرځئ ……))

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

په ټولنه کې د ازادانه ګډوډۍ قطعاً اجازه نشته ځکه په کومو ټولنو کې چې داسې ازادي ورکړل شوې ده نو ډیرې بدې پایلې يې ترسترګو شوې دي .

کفار او نور بې دینه خلک که مسلمانان ملامت بولي نو په دې خبره هم ورته ځان پوهول په کاردي چي په مخکني  جاهليت کې د ښځي مقام او مرتبه څه وه او اوس په هغو ټولنو کې څه ده چې تراوسه یې اسلام د خپل ملي دین په توګه نه دی منلی؟ له اسلام څخه مخکې په عربي، رومي او يوناني جاهلي ټولنوکې ښځې ته په سپکه سترګه کتل کېدل، په  دوی کې د نجلۍ زېږون د شرم او پيغور خبره وه او له همد ې وجي  به یې ژوندۍ خښولې.

قرآن کريم په دوی کې د ښځي بد حالت داسې بيانوي: وَإِذَا بُشِّرَأَحَدُهُم بِالْأُنثَى ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَهُوَ كَظِيمٌ ٥٨ يَتَوَارَى مِنَ الْقَوْمِ مِن سُوءِ مَا بُشِّرَ بِهِ  أَيُمْسِكُهُ عَلَى هُونٍ أَمْ يَدُسُّهُ فِي التُّرَابِ  أَلَا سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ ٥٩. ژباړه : ا و كله چې په دوى كې یو ته د لور زېرى وركړل شي نود هغه مخ تك تور شي، په داسې حال كې چې له قهره ډك وي له خلقو څخه پټ ګرزي د هغه څه د بدۍ په وجه چې ده ته يې زېرى وركړل شوى دى (او سوچ كوي چې)، ایا دى دغه (لور) سره له ذلته وساتي اوکه په خاورو كې یې خښه کړي، خبردار شئ! ډیره بده ده هغه فیصله چې دوی یې کوي..

په وړاندنیو ټولنو کې ښځه له ميراث څخه بــې برخې وه  اوميراث صرف دنارينه حق ګڼل کېده. په اروپایي ټولنوکې هم ښځو ته په سپکه ســترګه کتل کېدل. د اروپا د کليسا پاپانو به ويل ( ښځه يو ذليله او نجس حيوان دى ). په ١٨٠٥ ميلادي کال کې اروپايانو په خپل قانون کې ليکلي وو (نارينه کولی شي چې خپله ښځه خرڅه کړي) .په اوسنۍ غربي نړۍکې هم ښځې ته ترهغه وخته پـــورې په درنه سترګه کتل کېږي چې ځوانه وي او کله یې چې  ځواني ختمه شي بيا ورته په سپکه سترګه کتل کېږي او په ټولنه کې  هيڅ حيثيت نه لري .په اوسني غرب کې زړې ښځې دحکومت لخوا په ډېر لږ معاش باندې وخت تيروي….

مخکینې مطلب

د مسکو کنفرانس کې د طالبانو لس کسيز پلاوی ګډون کوي

بل مطلب

د مسکو کنفرانس کې د طالبانو او افغان سياستوالو د ګډون کوونکو نومونه

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    23 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com