کندهار د ټاکنو کمېسيون عملياتي مرستيال: دوو نوماندانو وهلی او بربنډه ويډيو رانه ثبت کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۱۸)
د کندهار د ټاکنو کمېسيون عملياتي مرستيال هارون کليوال وايي، په دغه ولايت کې د ولسي جرګې د ټاکنو دوو تنو نوماندانو وهلی، تړلی او بالاخره بربنډه ويډيو يې هم ترې ثبت کړې ده.
هارون کليوال ادعا کوي، چې د ولسي جرګې ټاکنو نوماند جمال اغا او د يوه بل نوماند حمدالله نازک ورور عطاءالله عطا چې د کندهار د ولايتي شورا غړی هم دی زیاتوي لومړی جمال اغا خپل کور ته وغوښتم او هلته يې په لغتو، سوکانو ووهلم او د ناموس کنځلې يې هم راته وکړې.
کليوال وايي، چې دواړو نوماندانو رانه غوښتنه وکړه چې رايې ورکې شوي په خبره يې ما ورته وويل چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته شکايت وکړي خو هغوی تر لغتو او سوکانو لاندې واچولم.
نوموړی وايي، څو ورځې مخکې هم ترې جمال اغا د خپلو رايو ډيرولو او په بدل کې يې د لس زره ډالرو ورکولو غوښتنه کړې وه په وينا يې په دغه وخت يې هم غوښتنه وکړه خو چې ده انکار وکړ نو په زوره يې د هغوی له خوا ليکل شوی متن راباندې ولوست او وروسته مې (دوو تنو لاسونه او پښې راوتړل او دوو نورو راڅخه جامې وویستې او بربنډه ويډیو یې راڅخه ثبت کړه.)
نوموړی وايي، اختطاف شوی، وهل شوی، بې عزتي ور اړول شوې او بايد موضوع يې وڅېړل شي.
له بله پلوه د کندهار د ټاکنو کمېسيون مشر نعمت الله وردګ هم دغه پېښه مني په وينا يې جريان يې د يوه رسمي مکتوب له لارې ولايتي ادارې او امنيتي ارګانونو سره شريک کړی زياتوي چې د ده د مرستيال سره د ناوړه چلند سربيره ده ته هم څو ځلې د همدغه زورواکانو له خوا ګواښونه شوي دي.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي وايي، ولایتي اداره له دې موضوع خبره شوې او امنیتي ارګانونو ته یې دنده سپارلې چې دغه موضوع په کره توګه وڅېړي.
د سيد محمد حريق په نوم د ولسي جرګې لپاره د کوچيانو یو تن نوماند وايي، د دغه ولايت په ټاکنو څرګندې درغلۍ شوي چې تر ډيره يې پړه د کمېسيون پر مشر او مرستيال اچول کېږي زياتوي په دې اړه کره شواهد هم لري چې د ځينو کانديدانو لپاره جعلي رايې اچول شوي دي.
د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې تر ډيره د درغليو ډکې ترسره شوي چې د ټاکنيزو شکاياتو کمېسيون د معلوماتو له مخې شاوخوا ديارلس زره شکايتونه يې له دغه ټاکنو ترلاسه کړي دي.



