غزني: ترافیکي پیښه کې ۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۱)
له غزني ولایت څخه ورکړل شوي خبرونه وایي چې نن غرمه مهال د کابل -کندهار پر لویه لاره د دو موټرو تر منځ د ټکر له امله ګڼ کسان وژل شوي دي.
د غزني د ترافیکو مدیریت د پیښو آمر خیبر رسنیو ته ویلي، پیښه نن شاوخوا یوولس بجې د اندړو ولسوالۍ د ملانوح بابا په سیمه کې د یو بس موټر او یوه کرولا ډوله موټر د ټکر کیدو له کبله رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، په کرولا ډوله موټر کې شپږ کسان سپاره وو، چې ټول وژل شوي دي.
د پیښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړک خراب کیفیت ښوودل شوی دی



