(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۱)
امنیتي سرچینې وایي، چې په کونړ ولایت کې هغه لاریونوال چې د امریکایانو او افغان ځواکونو د تیرې شپې د جنایاتو پر وړاندې راپورته شوي وو، د دولت پلوه ځواکونو له خوا وهل شوي او سخت تهدیدونه ورکړل شوي دي.
لاریونوالو چې د تیرې شپې د و ژل شویو ملکیانو جسدونه ورسره وو او هڅه یې کوله مرکز اسعدآباد ته یې د اعتراض لپاره یوسي، د اربکي ملیشو له خوا له سخت مقاومت سره مخ شوي دي.
د يو پلار او زوی په ګډون درې تنه ولسي وګړي تیره شپه د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د چاپې پر مهال په مخامخ ډزو په نښه او ویې وژل.
سیمیزې سرچینې وایي، لاریونوال د چاغان په سيمه کې د اربکيانو پوستې ته له رسیدو سره سم د سیمیزو پولیسو له غبرګون سره مخ شوي، لاريون کوونکي وهل شوي او ډزې ورباندې شوې دي.
سرچینې زیاتوي ، په عین حال کې د یادې بوږنونکې پیښې په ویر کې په مرکز اسعدآباد کې هم خلک راټول شوي وو، چې د پولیسو لخوا وهل شوي او سخت تهدیدونه ورکول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د ګډوځواکونو لخوا په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په غزني، هلمند، کونړ، لوګر او یو شمیر نورو ولایتونو کې شاوخوا ۵۰ تنه ولسي افغانان وژل شوي دي
















