(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۲)
ټاکل شوې وه چې پرون د شنبې په ورځ د کندهار لپاره نوی والي حيات الله حيات معرفي او خپله دنده پيل کړي خو يو شمير قومي مشرانو او د ولايتي شورا غړو د والي په توګه د هغه دندې پيلولو سره مخالفت ښودلی او اجازه نه ورکوي چې دنده پيل کړي.
د ولايتي شورا مشر سيد جان خاکريزوال او يو شمير قومونو مشرانو په شمول لسګونه کسانو پرون ماښام د کندهار ولايت ته داخل شول او هلته يې اعتراضيه خيمه ووهله.
د ولايتي شورا مشر خاکريزوال وايي، څو چې د ولايت د پيښې په اړه بشپړې څېړنې ونه شي، د نوي والي ټاکل کېدو په اړه د ده خوښه وانخيستل شي، دوی به نوي والي ته د دندې پيلولو اجازه ورنکړي.
حیات الله حیات تېره اوونۍ د اشرف غني په حکم له ننګرهار څخه کندهار ته بدل او تمه وه چې د شنبې په ورځ خپله دنده پيل کړي خو ويل کېږي چې د معرفي کېدو غونډه يې چهارشنبې ته ځنډېدلې ده.
ولایتي شورا شورا او قومي مشران وايي،چې هيڅوک به نوی والي پر دوی په زور د والي په توګه تحميل نه کړي.
ولسمشرۍ ماڼۍ تر دې دمه د قومي مشرانو او ولايتي شورا څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

















