(سيمه ييز هېوادونه دې د افغانستان سولې بهير کې مرسته وکړي)

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۴)
په ناټو کې د امريکا متحده ايالاتو سفيرې ويلي، چې سيمه ييز هېوادونه دې د افغانستان په اړه مثبت رول ادا کړي.
مېرمن هاچيسون دغه څرګندونې تيره ورځ د بلجيم پلازمينه بروکسل کې یوې خبري غونډې ته وکړې.
هغې وويل، چې امریکا هيله لري څو د سيمې هېوادونه له افغانستان سره مرسته وکړي، د افغان سولې بهير کې مثبت رول ولوبوي څو دوی خپل ګاونډی هېواد پياوړی کړی وي.
ټاکل شوې چې نن د ناټو د دفاع وزيرانو دوه ورځينۍ غونډه د بلجيم په پلازمينه بروکسل کې پيل شي.
د ناټو مشر ينس سټولټنبرګ هم ويلي، د ناټو غړيو هېوادونو په دغه ناسته کې به د افغانستان د سولې په بهير او له افغانستانه د ناټو تړون په اړه خبرې کېږي.



