(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۴)
چارواکو په هرات ولايت کې د باران، واورې او سختو سېلابونو راوتو له کبله بيړنی حالت اعلان کړی دی.
هرات کې له تيرې ورځې سخت باران او واورې ورښت پيل شوی چې د سېلابونو راوتو له کبله خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
ځايي سرچينې وايي، د هرات اسلام قلعه، د هرات تورغنډۍ او دغه ولايت ته ورتلونکې ډيرې لارې د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوي دي.
د هرات امنیه قومندان جنرال امين الله امرخېل وايي، د باران ورښت او سېلابونو له کبله لسګونه موټر او پکې سپاره مسافر بند پاتې و چې تر دې دمه ځينې کسان ژغورل شوي خو په وينا يې لا هم ډيری مسافر بند دي او د کاماز موټرو ته اړتيا ده.
سرچينې وايي، د سېلابونو راوتلو له کبله د هرات ښار پايان آب، پخوانۍ فرقې او کندهار دروازه سيمه کې ګڼ شمير کورونه او دوکانونه ويجاړ کړي دي.
د دغه ولايت د روغتيا مسؤل حکيم تمنا وايي، له پرون ماذيګر راهيسې تر دې دمه پنځه تنه ټپيان او دوه تنه مړه شوي چې د ټپيانو په ډله کې يوه ميرمنه هم ده.
د هرات سربيره په هلمند، فراه او د هېواد په یو شمير نورو برخو کې هم سخت بارانونه شوي چې د خلکو کورونه او دوکانونه يې نړولي دي.
















