سرپل: افغان ځواکونو ګڼ کورونه تخریب او ۲ ولسي کسان یې وژلي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۸)

دسرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ ځایي خلک وایي افغان ځواکونو یې پر کلیو او کورونو د درنو وسلو بریدونه کړي چې په نتیجه کې یې ځایی خلکو ته دروند ځاني او مالي زیان اوښتی دی.
د سرچینو په وینا، وروسته تر هغه چې د ګډوځواکونو عملیاتي قوه د طالبانو له ځوابي برید سره مخ او شاتګ ته اړ شوه، د لارې په اوږدو کې یې د ولسي خلکو پر کورونو برید کړی چې په نتیجه کې یې ۱۵ کورونه تخریب کړي دي.
ځایي خلک وایي، افغان عسکرو دغه راز ۲ تنه ملکي کسان هم په مخامخ ډزو په شهادت رسولي دي .
طالبانو پیښه جنایت بللې خو افغان چارواکو یې په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button