عمران خان افغان کډوالو ته د بانکي حساب د درلودلو اجازه ورکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۶)
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان افغان کډوالو ته اجازه ورکړه چې تر دې وروسته کولی شي، خپلې شتمنۍ د دغه هیواد په بانکونو کې خوندي وساتي.
نوموړي ویلي، مهمه وه چې دا کار له وړاندې ترسره شوی وای، خو په وینا یې چې اوس هم وخت تیر نه دی او دوی رسما د دې کار اجازه ورکوي.
عمران خان ویلي، افغانان تر دې وروسته کولی شي په پاکستان کې پانګونه وکړي او په ازاد ډول خپله سوداګري ترسره کړي.
د پاکستان له اقتصادي ضعف وروسته اوس عمران خان له هرې ممکنه لارې هڅه کوي څو د خپل هیواد لپاره بهرنۍ پانګونه راجلب کړي.
نوموړي د خپلې کاندیداتورۍ پرمهال او تر هغه وړاندې له افغان کډوالو سره د ویزې ، پاسپورټ او نورو ستونزو د لمنځه وړلو ژمنه هم کړې وه چې لا هم نه ده عملي شوې.



