د طالبانو کلک دريځ د نړۍ ډيموکراټيک او جمهوري قوانين مات کړل!!

ليکوال: غورځنګ
تقريباً له نن څخه کابو اتلس کاله وړاندې نړيوالې ټولنې د امريکا په مشرۍ د طالبانو د واکمنۍ د له منځه وړلو لپاره له مختلفو بېهوده بهانو څخه کار واخيست او د ټولو نړيوالو بشري او انساني حقوقو پر خلاف يې بريد پرې وکړ او تقريباً په يوه مياشت کې يې د طالبانو واکمني ټوله ورړنګه کړه. او پر ځای يې د حامد کرزي موقته اداره رامنځته کړه.
د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته د کرزي ادارې ته ځينې قومي مشران راغلل او ورته وې ويل چې طالبان نور پرېږدئ! چې خپل عادي ژوند تر سره کړي، خو حامد کرزي د امريکا په مشوره دغو قومي مشرانو ته وويل: چې طالبان په نړۍ کې د ژوند هيڅ حق نه لري او بايد له نړۍ څخه يې نوم او نښان ورک شي.
لنډه دا چې امريکا د خپل يرغل په لومړي سر کې طالبانو ته په هيڅ ډول حق ورکولو قائله نه وه بلکې غوښتل يې نوم يې له نړۍ څخه ورک کړي. نو د همدې لپاره يې د طالبانو مشران او غړي د کيوبا زندان ته يوړل او په پاتې هغو چې امريکا يې په نيولو باندې قادره نشوه؛ په نړيوال تور لست کې شامل کړل، تور لست د ملګرو ملتونو د امنيت شوری لخوا د دې لپاره جوړ شوی دی چې په اصطلاح نړيوال ترورستان او هغه څوک چې په ټوله ييز ډول د غرب ګټو ته ژمن وي؛ پکې شامل کړي، او په دغه لست کې شامل کسان بيا نشي کولی چې په قانوني ډول د نړۍ کوم هېواد ته سفر وکړي، د نړۍ په هېڅ هېواد کې د پيسو لپاره اکاونټ نشي خلاصولی، په نړيواله توګه تجارت نشي کولی، لنډه دا چې هېڅ کار په نړيواله توګه نشي تر سره کولی.
له دې وروسته د کرزي د واکمنۍ په وروستيو کې امريکا په دې قائله شوه چې د افغانستان جنګ ګټل نه لري او طالبان ورځ تر بلې قوي کېږي، نو يې له طالبانو څخه د مذاکراتو او سولې غوښتنه وکړه، طالبانو د دوی د سولې د وړانديز په ځواب کې وويل: چې د سولې لپاره موږ يوه دفتر ته اړتيا لرو، دغه دفتر بايد په يوه بې طرفه هېواد کې وي.
که څه هم غرب د طالبانو د ډلې د زياترو مشرانو او غړو نومونه په تور لست کې شامل کړي وو خو بيا هم د خپلې دې ژمنې څخه په شا شو او طالبانو ته يې په قتر کې يو دفتر د ادرس په توګه خلاص کړ. چې د امريکا دا کار د ټولو جمهوري او ډيموکراټيکو قوانينو ماتېدل دي.
راځو دې ته، له کومه وخته چې ټرمپ د امریکا واګي په لاس کې اخيستي دي له هغه وخته غرب له جنګه ستړی ښکاري او په هر صورت غواړي تر څو له طالبانو سره يوې موافقې ته ورسېږي او خپل پوځونه د افغانستان له اوږدې جګړې وباسي، نو يې د سولې د پلاوي او خبرو اترو لپاره په خپله نماينده ګي زلمی خليلزاد وټاکه تر څو له طالبانو سره سوله او روغه وکړي، زلمي خليزاد هم د دې لپاره چې د سولې په بهانه د طالبانو د خطا ايستلو په خاطر له امريکا څخه اېواډ تر لاسه کړي، له ډېر چل او ول څخه يې کار واخيست، خو بې نتيجې بېرته امريکا ته ستون شو، مګر هلته د ټرمپ له سختو نيوکو او ستغو سپورو لاندې راغی، ځکه نو دا ځل نېغ د طالبانو دفتر (قطر) ته ولاړ او شپږ ورځې غونډه يې وکړه چې په نتيجه يې د سولې لپاره خوښي او هيله وښوده.
د خليلزاد ماتېدل او بيا په طالب پلاوي پسې قطر ته تلل پخپله د نړيوالو ډيموکراټيکو او جمهوري قوانينو ماتېدل دي.
د هماغو تقريباً څلورو غونډو او ناستو په تعقيب دا دی نن دوشنبه يو ځل بيا طالب پلاوی او د امريکا پلاوی په قطر کې سره ناست دي چې نن د دواړو لورو تر منځ تعارفي غونډه وه او مهمه غونډه به يې سبا پيل شي.
اوس خبره دا ده چې طالبان نننۍ غونډې ته له کومې لارې لاړل؟
په کومو پاسپوټونو باندې لاړل؟
په غونډه کې د ګډون کوونکو طالبانو نومونه خو لا هم په تور لست کې دي نو دوی څنګه وکولی شول چې قطر ته ولاړ شي؟
ايا په نړۍ کې داسې کوم هېواد شته؟ چې په اوسني وخت کې غير قانوني اشخاصو ته له خپل هېواده د سفر کولو اجازه ورکړي؟
د پورتنيو پوښتنو په ځواب کې بايد وويل شي چې طالبان که څه هم په تور لست کې شامل وو، خو د خپل خدای ورکړي زور له لارې يې وکولای شول تر څو امریکا او ناټو له ټولو بين المللي او جمهوري قوانينو څخه سرغړونه وکړي او دوی ته د نړۍ نړيوالو هېوادونو د سفرونو زمينه مساعده کړي.
نو ويلای شو چې امريکا ته اوس تر هر څه له طالب سره يو جوړ جاری مهم دی تر څو ځان ته د خټې پوزه جوړه کړي او له افغانستان څخه خپلې پښې سپکې کړي نو د دې لپاره اوس د نړيوال تور لست او بنديزونو کيسه ورڅخه پاتې ده.



