له افغانستانه نورې نړۍ ته د پروازونو مسیر موقتاً ایران ټاکل شوی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ کب ۹)

د ملکی هوایي چلند اداره وایی، پاکستان لا هم افغان الوتکو ته اجازه نه ده ورکړې چې مسافر وړونکې الوتکې یې له فضا نه تیرې شي.

یادې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي،“ د پاکستان د هوایي حریم د تړل کیدو له امله د اوسمهال لپاره د هند افغانستان، امارات- افغانستان او ګڼو نورو عربي هیوادونو ته د ایران هوایی حریم د موقت وخت لپاره کاروي او تول پروازونه له همدې لارې اجراء کیږي“

په خبرپاڼه کې راغلی، د مسیر د اوږدوالي له امله د پراوز ساعتونه هم غځول شوي دي

پاکستان تیره ورځ خپل هوایي حریم د ټولو ورتلونکو الوتنو پرمخ وتړلو او د افغانستان یوه الوتکه چې د کامیر شرکت اړوند وه او هند ته روانه وه ، هم له خپل مسیر څخه بیرته کابل ته ستنه کړه.

پاکستان په همدې لړ کې پرون ادعا وکړه چې په خپله فضا کې یې دوه هندۍ جیټ الوتکې رانسکورې کړې او هند هم د یوې پاکستانۍ الوتکې د سقوط ادعا وکړه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button