(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۳)
ټاکل شوې وه چې د ولسشمر غني په حکم د افغانستان سولې لپاره لويه مشورتي جرګه په حوت مياشت کې جوړه شي خو تازه د سولې شورا د اجرائيه پلاوي غړی قاضي امين وقاد وايي، د سولې عالي شورا د دارالأنشاء د رئيس له اعلان سره سم ځنډيدلې ده.
د وقاد په وينا، ځينې مصلحتونه د دې لامل شوي چې مشورتي لويه جرګه به د کب په مياشت کې نه بلکې د حوت مياشتې په وروستيو کې جوړه شي.
په عين حال کې د ولسمشر وياند هارون چخانسوري وايي، د مشورتي لويې جرګې له تشکيل او د دارالأنشاء د مشر تر ټاکل کېدو وروسته به يې نيټه اعلانيږي زياتوي: “راتلونکو ورځو کې به فرمان لاسليکېږي د جرګې د ترسره کېدو نيټه ټاکل کېږي، د دغه جرګې د دارلأنشاء رئیس له ټاکل کېدو وروسته به هغوی ګوري چې د هېواد له بيلابيلو ولايتونو خلک راتلی شي، بيا به يې نيټه اعلانوي”.
دا په داسې حال کې ده، چې لا هم په قطر کې د طالبانو او امريکايي استازو تر منځ خبرې روانې دي.
تر دې مخکې د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد غوښتنه کړې وه چې له مشورتي لويې جرګې مخکې بايد يو ټولمنلی ټيم جوړ شي تر څو له طالبانو سره خبرې خپلواکې خبرې وکړای شي.















