امریکايي سناتوره: د افغانستان اشغال فاجعه او غلط کار دی، باید ختم شي

امريکايي سناتورانو په افغانستان او نوره نړۍ کې د جنګونو ختمولو سند لاسليک کړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۵)

د امریکا په کانګريس کې د امریکا استازو پر افغانستان د امریکا له حملې سره مخالفت څرګند کړی او د دغه جګړې ترڅنګ د امریکا د نورو جنګونو د ختمولو پر يوه سند يې لاسليک کړی دی.

په کانګريس کې د نيويارک استازې الکزاندريا، د امريکا له خوا د افغانستان اشغالول فاجعه او غلط کار بللی زياتوي هغه مهال چې کانګرس د دغه جنګ اجازه ورکړې هم غلط کار شوی او له کانګرس يې غوښتي چې د افغانستان جګړې اجازه ورکول بيرته لغوه کړي.

نيويارک پوسټ د مېرمن الکزاندريا له قوله ليکلي، چې بايد د افغانستان جګړه ژر تر ژره ختمه کړای شي.

دغه راز سناتور سندرز په تازه بيان کې د امريکايي جنګونو سره مخالفت څرګند کړی وايي، امريکا پر خپل پوځ دومره پيسې لګوي چې د نورې نړۍ لس شتمن هېوادونه يې په شريکه هم نه لګوي زياتوي بيا هم اتلس کاله کېږي چې د افغانستان جګړه پای نه مومي.

هغه ويلي، له دې وروسته به په عامه ځايونو، کورونو، او زيربنايي کارونو پانګونه کوو نه په جګړو.

نوموړی چې د امریکا د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو نوماند دی پرون يې خلکو ته په يوه بيان کې ويلي و چې امريکايي اولس دې پر حکومت فشار راوړي څو خپل سرتيري له افغانستانه راوباسي.

راپورونه وايي، د سناتور سندرز، سناتور وارن، د کانګرس غړې الګزاندریا، مېرمن عمر په شمول د امريکايي کانګرس پنځو نورو غړيو هغه سند لاسليک کړی چې د امریکا دايمې جګړو ختمول غواړي.

په وروستيو کې د امریکا په کانګرس، سياستوالو او عوامو کې د افغانستان د جګړې ختمولو فعاليتونه ډير شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button