کرکټ: ايرلنډ د څلور ويکټو په توپير افغانستان ته ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۵)
د ايرلنډ کرکټ لوبډله بالاخره وتوانيده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې درېيمه یو ورځينۍ لوبه وګټي.
د پورنۍ لوبۍ پچه افغان لوبډلې وګټله چې لومړی يې د توپ وهنې پريکړه وکړه.
افغانستان په ټاکلو پنځوس اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ايرلنډ ته د ۲۵۶ منډې هدف وټاکه.
خو ايرلنډ ټاکلی هدف په نهه څلوېښتم اور کې پوره کړ او له افغانستانه يې د پنځه يو ورځينۍ سياليو لړۍ درېيمه لوبه د څلور ويکټو په توپير وګټله.
تر دې وړاندې د دغه پنځه يو ورځنيو سياليو يوه لوبه افغانستان ګټلې وه او دوهمه لوبه د باران د ورښت له کبله بې نتيجې پای ته رسېدلې وه.



