په ننګرهار کې د بريد جزيات؛ پنځه ويشت کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۵)

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی وايي، د دغه ولايت هوايي ډګر ته نږدې پر يوه ساختماني شرکت د وسله والو بريد پای ته رسېدلی.

نوموړی وايي، بريد سهار وختي د M.Q په نوم په ساختماني شرکت شوی دی.

د خوګياڼي په وينا، بریدګر پنځه تنه و چې دو تنو يې په ځان پورې تړلو چاوديدونکو توکو ته چاودنې ورکړي او پاتې درېيو وسله وال نښته کوله.

هغه وايي، دا مهال برید پای ته رسېدلی پنځه تنه بريدګر، شپاړلس د ساختماني شرکت کارکوونکي وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان دي.

حکومتي سرچینې وايي، دغه ساختماني شرکت په هوايي ډګر کې بهرنيو ځواکونو ته ودانۍ جوړولې او نور ساختماني کارونه يې کول.

تر اوسه د دغه بريد مسؤلیت چا په غاه نه دی اخيستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button