کنړ: ولسمشر غني د دوه سوه بستريز روغتون بنسټ ډبره کېښوده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۵)
د ملي يووالي حکومت مشر اشرف غني نن سهار د کنړ ولايت مرکز ته تللی او هلته يې د د عامې روغتيا رياست پرانيسته وکړه.
د عامې روغتيا رياست پر ودانۍ شاوخوا اوولس ميليونه افغانۍ لګښت راغلی چې ولس مشر غني د عامې روغتيا وزارت ته سپارښتنه کړې څو د تجهيز او د خدماتو کيفيت په لوړولو کې ورسره مرسته وکړي.
غني د دغه سفر په ترڅ کې د یوه ۲۰۰ بستريز روغتون د بنسټ ډبره هم کېښوده او هيله څرګنده کړه چې د دغه روغتون بيلابيلې برخې د کنړ ولايت د شخصيتونو په نوم ونومول شي.
اشرف غني په وروستيو کې ځينو ولايتونو ته سفرونه کړي چې سياستوال يې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته د انتخاباتي کمپاين یوه برخه بولي.



