کندز: دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۶)
د کندر ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې طالبانو د دولتي ځواکونو پر قرارګاه بريد کړی چې په ترڅ کې اربکيانو او پوليسو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
حکومتي سرچينې وايي، طالبانو تيره شپه د ولسوالۍ پر دفاعي پوځي مرکز بريد وکړ چې پر مهال يې اته عسکر وژل شوي او دولس تنه نور ټپيان دي.
خو سيمې ته نږدې سرچينې وايي، برید د طالبانو د سرې قطعې له خوا شوی چې د پوليسو مرګ ژوبله زياته ده.
له بله پلوه طالبانو د بريد مسؤليت منلی وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه ليکي، طالبانو د قلعه زال مهمه دفاعي قرارګاه نيولې، د جګړې په ترڅ کې د قومندان خيرمالي په شمول ۳۰ پوليس او اربکيان وژل شوي، او د قومندان یعقوب کور په شمول ګڼ نور ټپيان دي زياتوي په جګړه کې دوه طالبان هم وژل شوي دي.
طالبان وايي، له دغه قرارګاه يې په زياته اندازه وسلې مهمات او نظامي توکي هم نيولي دي.



