د اسيا پراختيايي بانک په مرسته د کابل- کندهار لاره بيارغول کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۸)
د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي، د اسيا پراختيايي بانک په مرسته د کابل- کندهار لويه لاره يو ځل بيا رغول کېږي.
دغه وزارت وايي، اسيا پراختيايي بانک د يادې لارې د بيارغونې لپاره ۳۰ديرش ميليونه ډالره مرسته کوي څو دغه لاره چې په وروستيو کلونو کې کنډو کپر شوې یوځلې بيا ورغول شي.
د فوايد عامې وزارت وايي، د کابل- کندهار لارې د بيارغونې چارې درې پړاونه لري چې د ۲۰۲۰کال پورې به ورغول شي.
که څه هم افغان حکومت وايي، په تيرو پنځلس کلونو کې د هېواد اته زره کيلومتره ډير سړکونه پاخه شوي خو د راپورونو له مخې د دغه سړکونو ډيره برخه د خراب کيفيت له کبله ویجاړه شوې ده.
د کابل- کندهار لویه لاره د هيواد یوه له ستراتيژيکو لاره ګڼل کېږي، نږدې ۴۸۰ کيلو متره اوږدوالی لري چې ډيره برخه يې له کاره لويدلې چې له امله يې وخت ناوخت ترافيکې پيښې د مسافرو ژوند اخلي.



