د میدان وردګ والي: وروستي عمليات مونږ سره له همغږۍ پرته ترسره شوي
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۹)
د ميدان وردګو والي مظفر الدين یمین وايي، هغه عمليات چې د شنبې په شپه په سيدا اباد ولسوالۍ کې ترسره شول او ملکي وګړي پلکې ووژل شول له دوی سره يې په اړه معلومات نه و شريک شوي.
هغه وويل، د کومې کورنۍ خلک چې وژل شوي ما سره يې مخکې په يوه جبهه کې کار کاوه زياتوي تل مو په دې اړه چارواکو ته وړانديز کړی چې عمليات د ولايت سره په همغږۍ ترسره شي څو تر يوې اندازې ملکي خلکو ته د مرګ ژوبلې اوښتو مخنیوی شوی وي.
وړمه شپه ګډو ځواکونو د سيدا اباد ولسوالۍ په جوی زرين او حسن خيلو سيمو کې شپني عمليات او بمبارۍ وکړې چې د راپورونو له مخې اووه ملکي وګړي پکې وژل شوي دي.
د جرمني خبري اژانس د شپږ ملکي وګړو د وژل کيدو خبر ورکړی دی.
له دې څو ورځې مخکې هم ګډو ځواکونو د ميدان وردګو ولايت په جغتو ولسوالۍ کې پلار، زوی او زوم وژلي و او د يادې کورنۍ درې ميرمنې يې له ځان سره د بنديانو په توګه وړې وې.
دغه راز وړمه شپه ګډو ځواکونو د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې هم د عملياتو پر مهال ديارلس ملکي وګړي ووژل چې د ځايي سرچينو په وينا په دغه کسانو کې د برحاله ملي اردو عسکر بچيان هم شامل دي.
تر اوسه د افغانستان دفاع وزارت او په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو د ملکي وګړو په دغه وژنو خاموشي څرګنده کړې ده.
وروستيو کې کې افغان او بهرنيو ځواکونو خپلو شپنيو عملياتو او چاپو ته زور ورکړی چې تر ډيره پکې ملکي وګړي هدف ګرځي خو د بشري حقونو دعوه لرونکې ادارې، ملګري ملتونه او د خلکو استازي يې په اړه غبرګون نه ښيي.
د صفر یو، صفر دوه، صفر درې او د بهرنيانو د پوځي اډو ځانګړې قطعې د حکومتي چارواکو له خبرولو پرته د هېواد په بيلابيلو سيمو کې د بهرنيانو په امر عمليات کوي.
د شنونکو په باور دغه ډول عمليات به د حکومت او خلکو تر منځ لا نوره فاصله زياته کړي او خلک به مجبور شي څو په ډله ييز ډول د حکومت پرضد وسله پورته کړي.



