څارنوال حشمت عبیدی
په تأسف سره چې په افغانستان کې سیاستمداران په ډیرې سپین سترګۍ سره له خلکو څخه د حقایقو د پټولو هڅې کوي، او په هره وړه او غټه موضوع کې د خلکو په سترګو کې خاورې شیندي.
تیره ورځ اشرف غني په خپلو ینا کې وویل چې له احمد شاه بابا نه تر حامد کرزي پورې ټول په چل ول او زور او شخړو سره مشران شوي او مشریانې یې کړي، یو بل یې وژلي، یواځې زه یم چې د خلکو په رایو ولسمشر شوی یم، بیا یې زیاته کړه چې ایا زه د امریکا په ټانک باندې سپور راغلی یم؟
زمونږ د سیاستمدارانو د شرم سترګي بیخي وتلې دی او یا د ملخانو په څیر وچې شوي دي، په ښکرورو درواغو ویلو سره تل هڅه کوي چې دا مجاهد، زړول او سرښندونکی ملت تیرباسي.
آیا دې ملت ونه لیدل چې د طالبانو حکومت امریکا د توپ او ټانک په زور له مینځه یووړ او حامد کرزی او اشرف غني په شمول ټول بریځي او لاسپوڅي یې د طالبانو پر ځای حاکم وګرځول؟
آیا ټولې نړۍ ونه لیدل چې جان کیری راغی او د اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر مینځ یې د قدرت ویش وکړ؟
نو آیا دې ته په کوم منطق ولسمشر ویلای شو؟ دې ته د جان کیري په لاس پر افغان ملت تپل شوی حکومت ویلای شو او بس.
تر دې د امریکا په ټانک سپور راتلل غوره و نه دا چې د جانی کیري په غیږه کې د قدرت په ګدۍ کینول شوې.
که په حقیقت سترګې پټې نه کړو نو هیڅکله غنی ته رئیس جمهور نه شو ویلای خو رئیس جان کیري ورته ویل د لمر په څیر څرګند حقیقت دی.


















