د بغلان امنيه قومندان: نشه يي مواد په پلخمري ښار او ولسواليو کې پلورل کېږي
چارواکي: بغلان کې ۶۰ زره کسان په نشو روږدي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۹)
د بغلان ولايت څخه راپورونه وايي، چې د نشه يي موادو د کښت او پلور له کبله د دغه ولايت لسګونه زره ځوانان په نشو روږدي شوي دي.
د بغلان د ولايتي شورا مشر صفدر محسيني په نشو د روږدو کسانو پر ډيريدو خواشيني وښوده په وينا يې لسګونه ځوانان په ښارونو، باغونو او هوټلونو کې نشه يي توکي کاروي او کورنۍ يې له اقتصادي ستونزو زوريږي.
چارواکي په دغه ولايت کې په نشو د روږدو کسانو تعداد ۶۰ زره تنه ته رسيږي چې له جملې يې ډيری ځوانان دي زياتوي د يادو کسانو د روږدي کيدو اصلي لامل بې کاري، فقر او په اسانۍ د نشه يي موادو پيدا کيدل دي.
له بله پلوه د بغلان امنيه قوماندان جنرال اکرام الدين سريع وايي، نشه يي توکي د پلخمري په ښار او ټولو ولسواليو کې د پرچون په ډول پلورل کېږي او غوښتنه کوي چې د خرڅوونکو په نيولو کې بايد خلک پوليسو سره مرسته وکړي.
که څه هم امنيه قوماندان د نشه يي موادو د پلور په مخنيوي کې له خلکو د مرستې غوښتنه کړې خو راپورونه ښيي چې په بغلان او ځينې نورو ولايتونو کې لوړپوړي چارواکي، پوليس او ځيني وسله والې کړۍ شته چې د نشه يي موادو په قاچاق او پلور کې لاس لري.
افغانستان ته د بهرنيانو په راتګ که څه هم په لومړيو کې د کوکنارو کښت په لومړيو کې تر يوې اندازې کم شوی و خو په وروستيو کې په نړۍ کې د کوکنارو د کښت لومړنی هېواد ګڼل کيږي چې تر ټولو زيات کوکنار پکې کرل کېږي.



