طالبان: یوناما او د بشري حقونو ادارې دې د بهرنيانو او حکومت په وحشتونو سترګې نه پټوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۹)

طالبانو يو ځل  د بهرنيانو او حکومتي ځواکونو له خوا د ملکي خلکو د مالي او ځاني زيانونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

طالبانو د ورځې خبره تر عنوان لاندې چې د (اسلامي امارت) پاليسي څرګندوي په مطلب کې په څو ولايتونو کې د ګډو ځواکونو له خوا پر ملکي خلکو شپنيو عملياتو ته اشاره کړې چې د ننګرهار په حصارک کې ديارلس، د ميدان وردګو په سيدا اباد کې اووه، په کندهار کې او هلمند کې دوه- دوه او په غزني کې يې هم د ګڼو خلکو ته مالي او ځآني زيان اړولی دی.

طالبانو د بهرنيانو او حکومت له خوا د ملکي خلکو وژل او هغوی ته تلفات اړول غندي او له يوناما، بشري حقونو ادارو يې غوښتي څو د يادې ولس وژنې له عاملينو پوښتنه وکړي په وينا يې ” په ډیر تاسف سره نه یوازي داچې یوناما اود بشري حقونو زیاتره  ټولنو ددښمن روان وحشت غندلی نه دی، بلکې په وار وار یې ددښمن دبربنډو جنایتونو د پټولو هڅې هم کړي دي”.

طالبانو ويلي، یوناما او د بشري حقونو ادارې دې د بهرنيانو او حکومتي ځواکونو پر وحشتونو سترګې نه پټوي او د هغوی دغه ډول کړنې دې وغندي زياتوي ” د روان وحشت دعاملینو دمحاکمه کولو وس که نه لري،نو اقلا  په مستقیم او غیر مستقیم ډول خو دې ملاتړ نه کوي”.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button