تيره مياشت ۶۷۱ دولتي منسوبين طالبانو سره يوځای شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۰)
طالبان وايي، د دوی د بلنيز (دعوت و ارشاد) کميسيون په هڅو تيره فبرورۍ مياشت کې ورسره ۶۷۱ دولتي منسوبين يوځای شوي دي.
د طالبانو د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمېسيون د مياشتيني راپور له مخې، دغه کسانو د دولت په نظامي، امنيتي او نورو برخو کې کار کاوه چې د یاد کمېسيون په هڅو يې خپلې وسلې ايښي او طالبانو سره یو ځای شول.
په راپور کې طالبانو ته د تسليم شويو کسانو شهرت خپور شوی چې ډیری پکې عسکر، پوليس او اربکيان دي.
طالبان وايي، دوی مختلفه النوعه لویې او وړې وسلې ،مخابرې ،وسایط او په زياته اندازه مهمات هم د تسلميدو پر مهال طالبانو ته سپارلي دي .
خبرپاڼه کې راغلي، د دولت تسليم شويو مامورينو کلکه ژمنه کړې چې بيا ځلې به د دولت ليکو ته نه ورځي او خپل عادي ژوند به پيلوي.
طالبان وايي: “داسلامي امارت ددعوت ،ارشاد،جلب اوجذب کمیسیون مشرتابه دوی ته هرکلی ووایه ،انعامونه اوجایزې یې ورکړې اوددوی همدا نیک اقدام یې ډیر وستایه چي د یرغلګرو او لاسپوڅي رژیم څخه یې راووتل او د افغانستان اسلامي امارت د مجاهدینوسره یې خپل پیوستون اعلان کړ “.
طالبان د دولتي منسوبينو، نظامي کسانو، پوليسو او چارواکو د تسليميدو او د هغوی د هڅولو لپاره د (دعوت ارشاد، جلب او جذب) په نوم ځانګړی کميسيون لري چې وخت ناوخت د خپل کميسيون د فعاليتونو راپورونه رسنيو سره شريکوي او تر دې دمه يې زرګونه دولتي منسوبين دې ته تيار کړي چې په دولت کې له خپلو دندو لاس په سر يا عادي ژوند خپل کړي او يا د طالبانو ليکو کې خدمت وکړي.



